په ايچ اي سي كښې د فېکلټي په پے سکيل نظام د جوړ كړې شوي ټاسک فورس غونډه

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې په اېچ اي سي كښې د فېکلټي په پے سکېل نظام د جوړ كړې شوي ټاسک فورس اتمه غونډه وشوه چې پكښې د اېچ اي سي او صوبائي هائير اېجوكېشن څانګو نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دې موقع احسن اقبال وويل چې ټينيور ټرېک سسټم (ټي ټي اېس ) تنخاګانې د كال 2021 راهسې كنګل دي …

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې په اېچ اي سي كښې د فېکلټي په پے سکېل نظام د جوړ كړې شوي ټاسک فورس اتمه غونډه وشوه چې پكښې د اېچ اي سي او صوبائي هائير اېجوكېشن څانګو نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دې موقع احسن اقبال وويل چې ټينيور ټرېک سسټم (ټي ټي اېس ) تنخاګانې د كال 2021 راهسې كنګل دي چې په سبب ئې د لوړو زده كړو په څانګو كښې قابل او د صلاحيت لرونكو استاذانو ساتل يو لوے چېلنج جوړ شوېدے۔ ده ووئيل چي په ټي ټي اېس اسکيل كښئ 35 فيصده فرق ختم شوے دے او دا نظام لا موثره مسابقتي كولو ته اړتيا ده۔ ده خبردارې وكړو چې كه پوهنتونونو كښې قابل استاذان نه وي نو د اعلی تعليم نظام شديد بحران سره مخې كېدې شي۔ ده ووئيل چې يونيورسټو ته ټيلنټ راوستل او په ځائ ساتلو لپاره په پے اسکيل كښې بدلون ضروري دے۔ ده په ټي ټي اېس كښې د شامل استاذانو په بېس لائن كښې د 35 فيصده اضافي تنخا په اړه د سفارشاتو منظوري هم وركړه

مزید خبریں