اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د جماعت اسلامي پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې وزيراعظم پلاوې د افغانستان ، خليج ، منځني ختيز او ايران روانې وضعې او د پاكستان سفارتي هلو ځلو او اقداماتو په اړه اعتماد كښې واخست۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د جماعت اسلامي امير …
وزيراعظم شهباز شريف سره د جماعت اسلامي پلاوي ملاقات ٬ افغانستان، ايران ٬ منځني ختيز او خليج كښې په روانه وضعه بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د جماعت اسلامي پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې وزيراعظم پلاوې د افغانستان ، خليج ، منځني ختيز او ايران روانې وضعې او د پاكستان سفارتي هلو ځلو او اقداماتو په اړه اعتماد كښې واخست۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن په مشرۍ كښې په ملاقات كوٶنكي پلاوي كښې لياقت بلوچ، مياں اسلم او آصف لقمان قاضي شامل وو۔ د جماعت اسلامي امير ته د افغانستان، ايران او منځني ختيز او خليج په روانه وضعه ان كېمره بريفنګ وركړې شو او پلاوې د پاکستان د سفارتي هلو ځلو او اقداماتو په اړه اعتماد كښې واخستے شو٬ دې سره سره پلاوې په ايران او خليجي هېوادونو كښې د پاكستاني وګړو سهولت له د پاکستاني سفارتخانو ل اقداماتو څخهم خبر كړے شو۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ، احسن اقبال، عطاء تارړ، رانا مبشر اقبال، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء او وزيرمملکت طلال چوهدري هم موجود و











