وزيراعظم محمد شهباز شريف د لبنان په ضد د اسرائيلي يرغل سخته غندنه٬ د لبنان اولس سره د يووالي څرګندونه

اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د لبنان په ضد د اسرائيلي يرغل سخته غندنه كولو سره د لبنان اولس سره د يووالي څرګندونه كړې او د لبنان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت لپاره ئې د پاكستان د بشپړه ملاتړ باور وركولو سره د امن په هڅو كښې د ګټور كردار ادا كولو وړاندېز كړې۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف او د لبنان وزيراعظم نواف سلام …

اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د لبنان په ضد د اسرائيلي يرغل سخته غندنه كولو سره د لبنان اولس سره د يووالي څرګندونه كړې او د لبنان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت لپاره ئې د پاكستان د بشپړه ملاتړ باور وركولو سره د امن په هڅو كښې د ګټور كردار ادا كولو وړاندېز كړې۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف او د لبنان وزيراعظم نواف سلام ترمينځه ټېليفون رابطه شوې كومه كښې چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د لبنان په ضد د اسرائيلي جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ ده د اسرائيلي بريدونو كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې او د لبنان اولس سره ئې د پاكستان لخوا د يووالي پخلې كړې۔ د پاكستان او لبنان ترمينځه د اوږدې مودې د ورورولۍ د اړيكو ذكر كولو سره ده د لبناني قيادت ته د لبنان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت لپاره د پاكستان د بشپړه ملاتړ باور وركړې او د امن هڅو كښې د ګټور كردار د لوبولو ئې وړاندېز كړې۔ دواړو مشرانو په ايران د اسرائيلي د بريدونو او په ورڼو خليجي هېوادونو د ځوابي بريدونو نه پس په منطقه كښې په اوسني تاؤ تريخوالي هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده زر تر زره په منطقه كښې تاؤ تريخوالي كمولو او د امن د بحالۍ په ضرورت اتفاق وكړو۔ وزيراعظم نواف سلام په دې سخت وخت كښې د لبنان اولس سره د يووالي په څرګندونه د وزيراعظم او د پاكستاني اولس مننه وكړه

مزید خبریں