اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د آلوګانو برآمداتو د كمېټۍ څلورمه غونډې مشري كړې چې پكښې د سيمه ايز چېلنجونو په لړ كښې د برآمداتو د موجوده منظرنامې جائزه واخستې وشوه او د كروندګرو د ګټو تحفظ لپاره سمدستي اقداماتو ته حتمي شكل وركړې شو۔ ګډونكونكو ته ووئيل شول چې په ايران كښې د موجود جنګي صورتحال …
د وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د آلو د برآمدات د كمېټۍ څلورمه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د آلوګانو برآمداتو د كمېټۍ څلورمه غونډې مشري كړې چې پكښې د سيمه ايز چېلنجونو په لړ كښې د برآمداتو د موجوده منظرنامې جائزه واخستې وشوه او د كروندګرو د ګټو تحفظ لپاره سمدستي اقداماتو ته حتمي شكل وركړې شو۔ ګډونكونكو ته ووئيل شول چې په ايران كښې د موجود جنګي صورتحال له امله روايتي لارې غېر محفوظ شوې دي او د افغانستان پوله بنده ده كوم څخه چې د مينځنۍ آسيا تر منډو زمكيزه رابطه محدود شوې۔ د دې نه علاوه تر ځينې خليجي لارو محدود رسنې هم برآمداتي هلې ځلې پيچلې كړې دي۔ د دې حالات په لړ كښې كمېټۍ برآمدات په ځاې ساتلو لپاره متبادل او د عمل وړ په لارو غور وكړو۔ په دې خبره زور راوړې شو چې موجوده صورتحال كښې ترمينځنۍ آسيا رسنې لپاره تر ټولو موثره لاره د چين لاره ده۔ حكومت اړوند چارواكو سره فعاله رابطه كښې دے دغسې چې د دې لارې تجارت د تعطل نه بغېر جاري وساتلې شي۔ د حكومت د عزم تذكره كولو سره رانا تنوير حسين ووئيل چې د كروندګرو د آمدنۍ تحفظ٬ كورنيو بيعو استحكام او د پاكستان زرعي برآمدات بنياد محفوظول وړومې ترجيحات دي۔ ده زور راوړو چې د موجوده سيمه ايزو چېلنجونو مخ نيوي لپاره كوټلې٬ د وخت پابندي او عملي اقدامات لازمي دي دغسې چې د پاكستان نوې او رامخې ته شوي ماركيټ كښې موجودګۍ ته وده وركړې شي











