د هنګري سفير د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري دوره٬د هنګري او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ كښې د مرستې زياتولو پراخه موقعې موجود دي۔ ډاكټر زولټن ورګا

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د هنګري سفير ډاكټر ولټن ورګا وئېلي دي چې د هنګري او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ كښې د مرستې زياتولو پراخه موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري (آئي سي سي آئي) كښې يو انټرايكټيو سيشن ته د خطاب په مهال كړې۔ سفير ووئيل چې پاكستان او …

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د هنګري سفير ډاكټر ولټن ورګا وئېلي دي چې د هنګري او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ كښې د مرستې زياتولو پراخه موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري (آئي سي سي آئي) كښې يو انټرايكټيو سيشن ته د خطاب په مهال كړې۔ سفير ووئيل چې پاكستان او هنګري تېر كال سفارتي اړيكو 60مه سالګره لمانځلې چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه ګن شمېر كاروباري موقعې په ګوته كړي شوې۔ ده ووئيل چې پاكستان هنګري جوائنټ اكنامك كمېشن(جے اي سي)هم تېر كال خپله غونډه كړې وه او د دې هيلې څرګندونه شوې وه چې اقتصادي مرستې ته لا ودې وركولو لپاره به راتلونكې غونډه په بډاپسټ كښې كيږي۔ ډاكټر زولټن ورګا وئېلي دي چې د پاكستان او هنګري ترمينځه موجوده دوه اړخيزه تجارتي حجم تقريبا 100 ملين ډالر دے كوم چې د پرمختګ نور قامي امكانات په ګوته كوي۔ ۔ په دې موقع ډپټي هيډ آف مشن ډاكټر ډورا ګنسبرګر، نائب صدر عرفان چوهدري، پخواني صدر شکيل منير، ايګزيکټو ممبران، ملک محسن خالد، ذوالقرنين عباسي، اسحاق سيال، عمران منهاس، مرزا محمد علي، چيئرمين انټر ريجنل کوآرډينيشن کميټي کاشف زائر، پخواني ايګزيکټو غړي چوهدري محمد علي او اختر عباسي هم موجود وو

مزید خبریں