اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي چې پاکستان نيدرلينډ سره اقتصادي مرسته قوي كولو ته خاص اهميت وركوي٬ د باور وړ غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره د سازګار ماحول وركولو عزم لرو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاکستان كښې د نيدرلينډ سفير رابرټ جان سيګرټ سره كړې چا چي د اينګرو کارپوريشن او د اينګرو …
پاکستان نيدرلينډ سره اقتصادي مرسته قوي كولو ته خاص اهميت وركوي٬ د باور وړ غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره د سازګار ماحول وركولو عزم لرو۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب د نيدرلينډ سفير رابرټ جان سيګرټ سره په ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي چې پاکستان نيدرلينډ سره اقتصادي مرسته قوي كولو ته خاص اهميت وركوي٬ د باور وړ غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره د سازګار ماحول وركولو عزم لرو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاکستان كښې د نيدرلينډ سفير رابرټ جان سيګرټ سره كړې چا چي د اينګرو کارپوريشن او د اينګرو ووپاك ټرمينل لميټډ (اي وي ټي اېل) يو پلاوي سره وفاقي وزير سره ليدلي۔ په پلاوي كښې د اينګرو کارپوريشن پريزيډنټ احسن ظفر سيد، د اي وي ټي اېل چيف ايګزيکټو آفيسر عمار شاه او د اينګرو کارپوريشن وائس پريزيډنټ و چيف ګورنمنټ ريليشنز آفيسر ياسر علي شامل وو۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د پلاوي هركلې وكړو٬ وفاقي وزير په دې خبره زور رواړو چې پاکستان نيدرلينډ سره خپله اقتصادي مرسته قوي كولو ته خاص اهميت وركوي۔ ده ووئيل چې باوقار نړيوالو سرمايه كارو سره د اوږدې مودې شراكتداري د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې مثبت كردار لوبوي، تجارت او سرمايه کارۍ ته وده وركوي او په نړيواله كاروباري ورورولۍ كښې ورسره باور مستحكم كېږي۔ په دې موقع د هالينډ سفير په ملاقات كولو د خزانې د وزير مننه كولو سره د نېدرلېنډ لخوا د دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو لا پراختيا لپاره د عزم پخلې وكړو۔ د ملاقات په مهال د اينګرو ډلې د خزانې وزير ته د اينګرو ووپاک ټرمينل لميټډ د هلو ځلو په اړه بريفنګ وركړو كومه چې د نيدرلينډز د رائل ووپاك او د اينګرو کارپوريشن مشترکه منصوبه ده۔ پلاوي د نړيوال ماركيټ د ختلو كوزېدلو په تناظر كښې لاجسټکس او د سپلائۍ په اړه عمومي صنعتي نقطه نظر هم وړاندې كړو











