د آئي اے اي اے بورډ آف ګورنرز په چشمه نيوکليئر پاور پلانټ يونټ 5 (سي-5) د حفاظتي اقداماتو اطلاق لپاره د آئي اے اي اے او د پاکستان ترمېنځه د شوې حفاظتي لوظنامې منظوري وركړه

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د پاکستان توان په څانګه كښې د يو اهم سنګ ميل په توګه د انټرنيشنل اټامك انرجي ايجنسۍ (آئي اے اي اے) بورډ آف ګورنرز په متفقه توګه په چشمه نيوکليئر پاور پلانټ يونټ 5 (سي-5) د حفاظتي اقداماتو اطلاق لپاره د آئي اے اي اے او د پاکستان ترمېنځه د شوې حفاظتي لوظنامې منظوري وركړې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر …

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د پاکستان توان په څانګه كښې د يو اهم سنګ ميل په توګه د انټرنيشنل اټامك انرجي ايجنسۍ (آئي اے اي اے) بورډ آف ګورنرز په متفقه توګه په چشمه نيوکليئر پاور پلانټ يونټ 5 (سي-5) د حفاظتي اقداماتو اطلاق لپاره د آئي اے اي اے او د پاکستان ترمېنځه د شوې حفاظتي لوظنامې منظوري وركړې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دا اهم پېشرفت د نړيوالې ورورولۍ لخوا د پاکستان د اتومي توان سوله ايز استعمال او د نړيوال عدم پھيلاٶ (نان پروليفريشن) او د حفاظتي ذمه وارو پالنې لپاره په عزم د مسلسل د باور عكاسي كوي٬ چشمه نيو کليئر پاور پلانټ د يونټ سي-5 مجموعي پيداواري صلاحيت به 1,200 ميګاواټ (برقي) وي او د دې پريشرائزډ واټر ري ايکټر تر كال 2030 د فعاله كېدو توقع ده٬ د ترسره كېدو نه پس به دا يونټ د پاکستان په قامي ګرډ كښې د كم كاربن برېښنا وركوي كوم چې د توان تحفظ، ماحولياتي هدفونه او تل پاتې اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو كښې به هم مرستياله ثابت شي٬ دا مهال پاکستان شپږ اتومي بجلي ګهر چلوي چې مجموعي نصب شوې صلاحيت ئې 3,530 ميګاواټ (بجلي) ده او اوسط پيداواري استعداد (کيپيسټي فيکټر) 90 فيصده څخه زياته دے

مزید خبریں