د پاکستان، ترکيه ،چين ،روسيه او ماليزيا د موثره كردار په ضرورت زور۔ د پارلماني غړو په ايران د امريکې او اسرائيلې جارحيت په ضد بحث څرګندونې

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلي كښې په ايران د امريکې او اسرائيلي يرغل په ضد په دوېمه ورځ هم بحث جاري ٶ او د بېلو سياسي ګوندونو غړو په ايران د يرغل غندنه كولو سره د سپريم ليډر علي خامنه اي په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه٬ پارلماني غړو د جنګ په خاتمه او امن لپاره د پاکستان٬ ترکيه اوماليزيا د موثره كردار په ضرورت رڼا …

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلي كښې په ايران د امريکې او اسرائيلي يرغل په ضد په دوېمه ورځ هم بحث جاري ٶ او د بېلو سياسي ګوندونو غړو په ايران د يرغل غندنه كولو سره د سپريم ليډر علي خامنه اي په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه٬ پارلماني غړو د جنګ په خاتمه او امن لپاره د پاکستان٬ ترکيه اوماليزيا د موثره كردار په ضرورت رڼا واچوله۔ د پيپلر پارټۍ مرزا اختيار بېګ ووئيل د كله نه چې د پاكستان سعودي سره دفاعي لوظنامه شوې نو اسرائيل پروپيګنډا كول پېل كړه چې پاكستان عرب او اسلامي هېوادونو ته اتومي شيلډ وركوي٬ مودي د اسرائيل دوره وكړه نو پكښې پرېكړه وشوه چې طالبان دې د پاکستان په ضد استعمال كړئ شي٬ د دې پېښو په تسلسل كښې په ايران بريد وشو۔ ده ووئيل چې پاکستان، روسيه، چين ،ترکيه او د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل له د جنګ او د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره خپل كردار لوبول پكار دي۔ د اېم کيو اېم پاکستان ډاکټر فاروق ستار ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف او نائب وزيراعظم و خارجه وزير نن په ان كېمره سېشن كښې قامي مشران د صورتحال نه خبر كړي۔ ده ووئيل مونږ د تاريخ په اهم موړ ولاړ يو٬ مونږ د معاشي استحكام او پرمختګ سفر اوس پېل كړے دے٬ تېر كال په معركه حق كښې كاميابو زمونږ سر په وياړ هسك كړې٬ مونږ له به احتياط سره كار كول وي۔ ده ووئيل چې اسرائيل د پراختيا پسندۍ كارروائۍ كولو سره په ايران بريد كړے دے٫ د امام علي خامنه اي شهادت لويه پېښه او الميه ده٬ مونږ له به د بردبارۍ څرګندونه كولو سره خپلې پاليسۍ مخ په وړاندې بوتلل وي۔ نعيمه کشور په بحث كښې برخه اخستو سره ووئيل چې د ايران په صورتحال پارلماني مشرانو لپاره ان كېمره بريفنګ خوشبينه دے خو ټولو غړو لپاره هم د ان كمېره بريفنګ اهتمام پكار دے۔ نعيمه كشور ووئيل چې د اوسني جنګ اثرات به يوازې په ايران نه بلكې د ټولې منطقې په اسلامي هېوادونو مرتب كېږي، دا جنګ د سيمه ايز سالميت په ضد دے٬ پاکستان له به د جنګ خاتمې او امن لپاره خپل كردار لوبول وي٬ د تېلو بيعه زياتېدو سره به نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې منطقې معيشت متاثره شي۔

مزید خبریں