قامي اسمبلي كښې په ايران د امريکې او اسرائيلې جارحيت په ضد بحث جاري٬ د پاکستان، ترکيه ،چين ،روسيه او ماليزيا د موثره كردار په ضرورت زور

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلي كښې په ايران د امريکې او اسرائيلي يرغل په ضد په دوېمه ورځ هم بحث روان پاتې شو او د بېلو سياسي ګوندونو غړو په ايران د يرغل غندنه كولو سره د سپريم ليډر علي خامنه اي په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه٬ پارلماني غړو د جنګ په خاتمه او امن لپاره د پاکستان٬ ترکيه اوماليزيا د موثره كردار په …

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلي كښې په ايران د امريکې او اسرائيلي يرغل په ضد په دوېمه ورځ هم بحث روان پاتې شو او د بېلو سياسي ګوندونو غړو په ايران د يرغل غندنه كولو سره د سپريم ليډر علي خامنه اي په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه٬ پارلماني غړو د جنګ په خاتمه او امن لپاره د پاکستان٬ ترکيه اوماليزيا د موثره كردار په ضرورت رڼا واچوله۔ د پيپلر پارټۍ مرزا اختيار بېګ ووئيل د كله نه چې د پاكستان سعودي سره دفاعي لوظنامه شوې نو اسرائيل پروپيګنډا كول پېل كړه چې پاكستان عرب او اسلامي هېوادونو ته اتومي شيلډ وركوي٬ مودي د اسرائيل دوره وكړه نو پكښې پرېكړه وشوه چې طالبان دې د پاکستان په ضد استعمال كړئ شي٬ د دې پېښو په تسلسل كښې په ايران بريد وشو۔ ده ووئيل چې پاکستان، روسيه، چين ،ترکيه او د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل له د جنګ او د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره خپل كردار لوبول پكار دي۔

مزید خبریں