په روانه وضعه كښې اسلامي نړۍ يووالي ٬ بصيرت او ګډ احترام ته زياته اړتيا لري : حافظ اقبال رضوي

اسلام آباد۔4مارچ (اے پی پی) د امن کمېټۍ پلاوي د ضلعي امن كمېټۍ چيئرمېن مولانا حافظ اقبال رضوي په مشرۍ كښې د ايران سفارتخانې دوره وكړه او ایرانی سفیر رضا امیری مقدم سره يۍ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په روانه نړيواله وضعه خبرې وشوې۔ په دې مهال د ايراني سپريم ليډر آيت اے خامنه اي په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه وشوه۔ په پلاوي كښې …

اسلام آباد۔4مارچ (اے پی پی) د امن کمېټۍ پلاوي د ضلعي امن كمېټۍ چيئرمېن مولانا حافظ اقبال رضوي په مشرۍ كښې د ايران سفارتخانې دوره وكړه او ایرانی سفیر رضا امیری مقدم سره يۍ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په روانه نړيواله وضعه خبرې وشوې۔ په دې مهال د ايراني سپريم ليډر آيت اے خامنه اي په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه وشوه۔ په پلاوي كښې علامه اشفاق وحیدی، علامه قاسم ایوب، علامه عثمان غنی، مولانا ناصر امین، صاحبزادہ یاسراقبال رضوی ، ملک اصغر خان بابر ، مولانا قاری عبدالرسول چشتی ، خرم لطیف خان او نور مهم شخصيات شامل وو۔ حافظ اقبال رضوی په دې موقع خپلو خبرو كښې وويل د ایرانی سپریم لیډر په شهادت پاكستانے اولس خفه دے او ايراني اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔ ايراني سفير په غمرازۍ او ايران سره د يووالي په څرګندونه د پلاوي مننه وكړه۔ د ملاقات په پايه كښې دوي د پاكستان او ايران په شمول ټولې اسلامي نړۍ له د امن ٬ پرمختګ او استحكام دعا وكړه

مزید خبریں