اسلام آباد۔4مارچ (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزيرعلي پروېز ملك سره په پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف سعيد المالكي ليدلي۔ په دې مهال د شريكې خوښې په چارو او دوه اړخيزه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پټروليم ډويژن وياند له مخې وفاقي وزير سعودی سفیر په منطقه كښې روانې وضعې او د آبنائے هرمز بندېدو د لاسه د توان په نړيوالو منډيانو ددې اثراتو څخه خبر …
د پټروليم وفاقي وزير سره سعودي سفير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد۔4مارچ (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزيرعلي پروېز ملك سره په پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف سعيد المالكي ليدلي۔ په دې مهال د شريكې خوښې په چارو او دوه اړخيزه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پټروليم ډويژن وياند له مخې وفاقي وزير سعودی سفیر په منطقه كښې روانې وضعې او د آبنائے هرمز بندېدو د لاسه د توان په نړيوالو منډيانو ددې اثراتو څخه خبر كړو۔ ده ووئيل پاكستان غور سره د بدلېدونكي صورتحال جاج اخلي ولې چې پاكستان ته د ايندھن لويې برخې ترسيل د آبنائے هرمز دلارې كيږي۔ ده وويل په سختو حالاتو كښې د سعودي عربستان په څير ورور هېواد ملاتړ پاكستان لپاره زيات اهميت لري۔ ده زياته كړه چې سعودی سرچينو په بحیرہ احمر كښې د سعودي بندر ځاې د لارې د ترسيل باور راكړے دے كوم چې د توان حاجت ترسره كولو كښې مرستيال ثابتېدې شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې ينبع بندر ځاې څخه د تېلو په ترسيل كښې به پاكستان ته ترجيح وركړې شي۔ سعودی سفیر ووئيل د توان په بدلېدونكي صورتحال مو نظر دے۔ ده ددې لوظ پخلے وكړو چې سعودي به د كوم هم بېړني حاجت ترسره كولو كښې به پاكستان سره مضبوط ولاړ وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان او سعودي عربستان به د هر ازمېښت په وخت كښې پاكستان سره مضبوط اودرېږي











