د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پارليماني ګوندونو مشرانو غونډه ٬ د پاكستان د سفارتي هڅو ستائنه ٬ ګډون كوونكو ترهګري ختمولو له د مضبوط عزم پخلے وكړو

اسلام آباد۔4مارچ(اے پی پی) په قومي اسمبلۍ او سېنېټ كښې بېلا بېلو ګوندونو په روان وضعيت كښې د ملي یووالي او اتفاق په حاجت زور راوړلو سره سيمه كښې سولې لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو ستائنه او د دې لا زياتولو په اړتيا ټينګار كړې دې۔ د پارلماني ګوندونو د مشرانو او استازو غونډه د شورو په ورځ دلته د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې وشوه۔ د …

اسلام آباد۔4مارچ(اے پی پی) په قومي اسمبلۍ او سېنېټ كښې بېلا بېلو ګوندونو په روان وضعيت كښې د ملي یووالي او اتفاق په حاجت زور راوړلو سره سيمه كښې سولې لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو ستائنه او د دې لا زياتولو په اړتيا ټينګار كړې دې۔ د پارلماني ګوندونو د مشرانو او استازو غونډه د شورو په ورځ دلته د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې وشوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډې ته په پاكستان – افغانستان صورتحال ٬ ايران او خليج كښې د روانې كړكېچنې وضعې او د پاكستان سفارتي هڅو په اړه ان كېمره بريفنګ وركړے شو۔ د بيان له مخې د ګډون كوونكو ټولو سياسي ګوندونو پارليماني لارښودو د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په روان وضعيت كښې د ملي یووالي او اتفاق په حاجت زور راوړلو سره سيمه كښې سولې لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو ستائنه او د لا زياتولو په اړتيا ټينګار وكړو او د سباؤن تګلارې له يۍ وړاندېزونه وركړل۔ ټولو هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو له د خپل مضبوط لوظ پخلے وكړو۔ ګډون كوونكو د پاكستان په پراخا ګټه كښې د ټولې سياسي مشرتابه اعتماد كښې اغستلو له د وزيراعظم د دے اقدام ستائنه او د هغه مننه وكړه۔

مزید خبریں