اسلام آباد۔4مارچ(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي پخواني وفاقي وزير ساجد حسېن طوري سره په اسلام آباد كښې د اسلامي جمهوريه ايران سفارتخانې دوره وكړه او دغلته يۍ د مېلمنو په كتاب كښې د ايراني سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په شهادت د غمرازۍ كلمات درج كړل۔ د شورو په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې ګورنر فېصل كريم …
د ګورنر فيصل كريم كنډي ساجد حسين طوري سره د ايراني سفارتخانې دوره

مزید خبریں
اسلام آباد۔4مارچ(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي پخواني وفاقي وزير ساجد حسېن طوري سره په اسلام آباد كښې د اسلامي جمهوريه ايران سفارتخانې دوره وكړه او دغلته يۍ د مېلمنو په كتاب كښې د ايراني سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په شهادت د غمرازۍ كلمات درج كړل۔ د شورو په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې ګورنر فېصل كريم كنډي ايراني سفير رضا اميري مقدم سره ملاقات هم وكړه او د ايراني سپريم ليډر او د هغه د ملګرو په شهادت يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ ده په اسرائيلي بريدونو كښې شهيد شوو لپاره د لوړو درجو دعا كولو سره فاتحه هم وكړه۔ ده ووئيل زه د خېبر پښتونخوا د اولس لخوا د زړه له كومي تعزيت او خواخوږي كولو له راغلے يم۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا په شمول د ګرد هېواد اولس د ايراني سپريم ليډ په شهادت زيات خفه دے۔ هغه يو عظيم مقصد لپاره د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ ده ووئيل د آيت الله خامنه اي شهادت اسلامي نړۍ لپاره لوے زيان دے۔ ده ووئيل ايراني اولس سره په غم كښې يو برابر شريك يو۔ ګورنر د ايران خپلواكي او سالميت باوي كولو له د ايراني حكومت او اولس د يووالي جذبې ته سلام وكړو۔ ده ووئيل ايران د پاكستان ورور اسلامي هېواد دے ٬ ايران سره په هر غم او خوشحالۍ كښې شريك او يو برابر ولاړ يوو۔ ایرانی سفیر رضا امیری مقدم د يووالي څرګندونې او غمرازۍ له ايراني سفارت په راتللو د خېبر پښتونخوا ګورنر مننه كولو سره ووئيل زه ايراني اولس سره د يووالي په څرګندونه د ګورنر او د خېبر پښتونخوا اولس مننه كوم۔ ده ووئيل د سپريم ليډر په شهادت ټوله اسلامي نړۍ غم او غصې سره مخ ده۔ اسرائيل ډېر لوے ظلم كړے دے۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا په شمول د پاكستان اولس دا ورې هم خپل ورور ايراني اولس سره د مينې او عقيدت تلپاتے مثال وړاندے كړے دے۔











