اسلام آباد۔4مارچ(اے پی پی) په ایران کښې د پاکستان سفیر مدثر ټیپو ویلي دي چې تیره شپه د پاکستان 9 سېلانيان د هغوي له جهاز څخه بندر عباس ته منتقل كړې شوي دي۔ د سخت چېلنج باوجود د دوئي راوتل ممكن شوي۔ د شورو په ورځ په اېكس يو پوسټ كښې ده ووئيل ماته په دې خبره زياته خوشحالي محسوسيږي چې تېره شپه مونږ د 9 سېلانيان د هغوي جهاز …
د پاكستان 9 سلانيان مو د هغوي له بيړۍ څخه بندر عباس ته منتقل كړې دي: په ايران كښې د پاكستان سفير

مزید خبریں
اسلام آباد۔4مارچ(اے پی پی) په ایران کښې د پاکستان سفیر مدثر ټیپو ویلي دي چې تیره شپه د پاکستان 9 سېلانيان د هغوي له جهاز څخه بندر عباس ته منتقل كړې شوي دي۔ د سخت چېلنج باوجود د دوئي راوتل ممكن شوي۔ د شورو په ورځ په اېكس يو پوسټ كښې ده ووئيل ماته په دې خبره زياته خوشحالي محسوسيږي چې تېره شپه مونږ د 9 سېلانيان د هغوي جهاز څخه بندر عباس ته منتقل كولو كښې كامياب شوي يوو۔ سفير ووئيل چې په دوئي كښې 6 سېلانيانو په خپله خوښه په جهاز د پاتې كېدو پرېكړه وكړه۔ پاكستاني سفير ووئيل چې قونصلر خالد تاشفين او شاهد كشميري د دوئي په راويستلو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل نن مې ځينو سېلانيانو سره ټېلېفوني خبرې وكړې او د هغوي خېرېت مې وپوښتلو۔ دوی نن پاکستان ته لیږل کیږي۔ د پاکستان سفیر د زړه له كومي د هغو ټولو کسانو مننه وکړه كومو چې د سېلانيانو پاکستان ته د بیرته راستنولو په عمل كښې مرسته وکړه او د سختو چېلنجونو باوجود دا انخلاﺀ ممكن شوه۔











