اسلام آباد۔4مارچ(اے پی پی)د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پارليماني ګوندونو د لارښودو او استازو غونډه پېل شوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به پارليماني لارښود د پاكستان افغانستان وضعې او په منطقه او په خاص توګه منځني ختيز او خليج كښې د روان تاؤتريخوالي په اړه اعتماد كښې اخلي۔ په غونډه كښې به پارليماني لارښودو ته تفصيلي بريفنګ وركولے …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پارليماني ګوندونو د مشرانو او استازو غونډه پيل شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔4مارچ(اے پی پی)د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پارليماني ګوندونو د لارښودو او استازو غونډه پېل شوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به پارليماني لارښود د پاكستان افغانستان وضعې او په منطقه او په خاص توګه منځني ختيز او خليج كښې د روان تاؤتريخوالي په اړه اعتماد كښې اخلي۔ په غونډه كښې به پارليماني لارښودو ته تفصيلي بريفنګ وركولے شي۔ په غونډه كښې به د اوسنۍ كړكېچنې وضعې په مهال د پاكستان لخوا په سفارتي هڅو رڼا هم اچولې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی، !د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق سردار ایاز صادق، ډپټی چیئرمین سیدال خان، د قومي اسمبلۍ ډپټی سپیکر غلام مصطفی شاہ، نائب وزیرِ اعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، د پاكستان پيپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری، د جمیعت علماء اسلام امیر مولانا فضل الرحمان، وفاقی وزيران احسن اقبال، اعظم نذیر تارړ، عطاء تارړ، ډاکټر طارق فضل چوھدری، عبدالعلیم خان ، خالد حسین مګسی ، خالد مقبول صدیقی ، چوهدری سالک حسین ، سید مصطفی کمال ، رانا مبشر اقبال، د وزيراعظم سلاكار رانا ثناء اے خاں ٬ خاص مرستيال طلحه ٬ سېنېټر شیری رحمن ، انوار الحق کاکړ، منظور احمد کاکړ ، پرویز رشید (پاکستان مسلم لیګ ن)، حافظ عبدالکریم، فېصل سبزواری ، جان محمد ، د قومي اسمبلۍ غړي سید نوید قمر٬ ډاکټر فاروق ستار ، امین الحق او پولین بلوچ په غونډه كښې ګډون كوي۔











