اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) پاکستان او ترکيه په مېنځني ختيز كښې د لا تاٶ تريخوالي مخ نيوي لپاره ټولو ډلو ته د صبر او تحمل په څرګندونه زور راوړلو سره په نزدې او په پرله پسې تماس كښې د پاتې كېدو او منطقه كښې امن او استحكام لپاره د شريكو هلو ځلو دوامدار ساتلو ته اتفاق كړې۔ د وزيراعظم دفتر ميډيا څانګې نه جاري بيان له مخې …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمهوريه ترکيه صدر رجب طيب اردوان سره ټېلي فوني تماس، په مېنځني ختيز كښې د نور تاٶ تريخوالي نه بچ كېدو لپاره ټولو ډلو ته د صبر او تحمل په څرګندونه زور

مزید خبریں
اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) پاکستان او ترکيه په مېنځني ختيز كښې د لا تاٶ تريخوالي مخ نيوي لپاره ټولو ډلو ته د صبر او تحمل په څرګندونه زور راوړلو سره په نزدې او په پرله پسې تماس كښې د پاتې كېدو او منطقه كښې امن او استحكام لپاره د شريكو هلو ځلو دوامدار ساتلو ته اتفاق كړې۔ د وزيراعظم دفتر ميډيا څانګې نه جاري بيان له مخې ده د نهې په ورځ د جمهوري ترکيه صدر رجب طيب اردوان سره په ټېليفون خبرې كولې۔ وزيراعظم په مېنځني ختيز كښې په زيات شوي بحران د تشويش څرګندونه كولو سره په ايران د اسرائيلي بريدونو او د دې نه وروسته د خليج په وروڼو هېوادونو كښې د شوې بريدونو غندنه كړې ده۔ وزيراعظم د تركيه صدر رجب طيب اردوان د ګلف هېوادونو مشرانو سره د اوسنيو روابطو نه خبر كړو٬ چې پكښې د پاكستان لخوا دوي سره د بشپړه يووالي پخلې او د بحران حل لپاره د ګټور كردار لوبولو تيارۍ په اړه پېغام شامل وو٬ دواړو مشرانو په دې خبره زور راوړو چې د نور تاٶ تريخوالي نه بچ كېدو لپاره دې ټولې ډلې د زيات تحمل او بردبارۍ څرګندونه وكړي۔ وزيراعظم د تركيه صدر اردوان د افغانستان په تناظر كښې هم د اوسني پېشرفت نه خبر كړو٬ دواړو مشرانو په دې لړ كښې نزدې او پرله پسې رابطه كښې پاتې كېدو او په منطقه كښې امن او استحكام لپاره خپلې مشتركه هلې ځلې جاري ساتلو له سلا وكړه۔











