اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې د هېواد او سيمه ايز امنيت په اړه د ټولو سياسي ګوندونو مشران د بريفنګ لپاره رابللي شوي دي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ورځ 11 بجې په كېدونكې غونډه كښې ګډون لپاره د ټولو سياسي …
د هېواد او سيمه ايز امنيت په اړه د ټولو سياسي ګوندونو مشران د بريفنګ لپاره رابللې شوي دي۔اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي چې د هېواد او سيمه ايز امنيت په اړه د ټولو سياسي ګوندونو مشران د بريفنګ لپاره رابللي شوي دي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د شورو په ورځ 11 بجې په كېدونكې غونډه كښې ګډون لپاره د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو له بلنه وركړې ده۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم په سپارښتنه د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀ الله ته د سياسي ګوندونو مشرانو سره د رابطو ټاسك وركړی دې او هغه به باقاعده بلنې جاري كوي۔ وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ له مخې په غونډه كښې به وزيراعظم د هېواد ټولو سياسي مشرانو ته ان كيمره بريفنګ وركوي دغسې چې د هېواد سلامتيا او په سيمه ايز صورتحال تفصيلي مشاورت وكړې شي۔ ده هيله ولرله چې د قامي سلامتيا په ټولو مهمو معاملو به ټول سياسي ګوندونه د ذمه دارۍ څرګندونه كولو سره په غونډه كښې ګډون كوي۔











