اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذيرتارړ وئيلي دي چې منطقه او مېنځني ختيز كښې تاٶ تريخوالي او د جنګ د صورتحال په تناظر كښې د مشترکه لائحې جوړولو سره په اتفاق مخ په وړاندې تللو ته ضرورت دې٬ وزيراعظم سبا سياسي مشران رابللي دي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مولانا فضل الرحمان د اعتراض په نكته وفاقي …
منطقه او مېنځني ختيز كښې تاٶ تريخوالي او د جنګ د صورتحال په تناظر كښې مشترکه لائحه عمل مرتب كولو سره د رائيو اتفاق سره مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده٬ وزيراعظم سبا سياسي مشران رابللي دي۔ اعظم نذيرتارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذيرتارړ وئيلي دي چې منطقه او مېنځني ختيز كښې تاٶ تريخوالي او د جنګ د صورتحال په تناظر كښې د مشترکه لائحې جوړولو سره په اتفاق مخ په وړاندې تللو ته ضرورت دې٬ وزيراعظم سبا سياسي مشران رابللي دي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مولانا فضل الرحمان د اعتراض په نكته وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د منطقې او مېنځني ختيز د وضعې په نتاظر كښې سبا سياسي مشران رابللي دي او د دې مقصد دا دې چې يو ځل په ګډه مشتركه لائحه ترسره كړې شي۔ ده ووئيل دا سنجيده معامله ده، په منطقه كښې كړكېچن صورتحال دے٬ ايران زمونږ ګاٶنډي هېواد دې او ورسره مونږ د اوږدې مودې اړيكې لرو او دې سره سره زمونږ سعودي او د ګلف نورو هېوادونو سره هم د ورورولۍ او د اوږدې مودې اړيكې دې٬ سعودي عرب سره زمونږ اړيكې مثالي دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي لوظنامه هم موجود ده، دې لپاره دا صورتحال د سنجيدګي متقاضي دے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم زما ذمه واري لګولې ده چې سياسي مشرانو سره رابطې جوړې كړئ او په ګډه د رائيو اتفاق او مشاورت سره دې لائحه عمل جور كړې شي۔ ده ووئيل رانا ثناء الله په ذاتي توګه سياسي مشران رابللي٬ مولانا فضل الرحمان زمونږ مشر دے او په معاملو پوهېږي٬ مونږ هيله لرو چې ھغوي به په دغه غونډه كښې ګډون وكړي٬ د شورو په ورځ به يوولس نيمې بجې ان كېمره غونډه كېږي٬ په ھغې كښې چې كوم تجويزونه وړاندې شول او كومه لائحه جوړه شوې د ھغې له مخې به كار كوٶ











