سيد يوسف رضا ګيلاني هندو ټولنې له د هولي اختر مبارکي وركړه

اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ګرد هېواد كښې مېشته هندو ټولنې ته د رنګونو او خوشحالو اختر "هولي" مباركي وركولو سره دوي لپاره د نېكو هيلو څرګدونه كړې ده۔ په دې موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل چې هولي د خوشحالو٬ مينې٬ امن٬ روادارۍ او د احترام ښائسته پېغام وركوي٬ دا اختر نه يوازې د رنګونو پسرلې راولي بلكې زړونه ټكوروي …

اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ګرد هېواد كښې مېشته هندو ټولنې ته د رنګونو او خوشحالو اختر “هولي” مباركي وركولو سره دوي لپاره د نېكو هيلو څرګدونه كړې ده۔ په دې موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل چې هولي د خوشحالو٬ مينې٬ امن٬ روادارۍ او د احترام ښائسته پېغام وركوي٬ دا اختر نه يوازې د رنګونو پسرلې راولي بلكې زړونه ټكوروي ٬ خفګانونه ختومي او د بېلا بېلو مذهبونو او كلتورونو پېروي كوٶنكو ترمېنځه ورورولۍ او همكارۍ ته د ودې وركولو ذريعه هم جوړېږي۔ د سېنېټ چيئرمېن دعا وكړه چې د هولي د خوشحالو دا اختر دے په هېواد كښې امن، استحکام، خوشحالۍ او اتحاد ته لا وده وركړي او د هندو ټولنې پشمول د ټولو پاكستانيانو لپاره دے د كامياباو او خوشحالو پېغام ثابت شي۔ په دې موقع د سېنېټ دوهم چيئرمېن هم هندو ټولنې له د هولي اختر مباركي وركړه۔

مزید خبریں