اسلام آباد۔3مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف پاکستان پیپلز ګوند د حکومت یو اهم اتحادي ګوند بللې او ویلې یۍ دي چې پیپلز پارټۍ د هیواد پرمختګ لپاره په مهمو پرېکړو کښې تل د حکومت ملګرتيا كړې ده۔ د پي اېم آفس د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې وزيراعظم دا څرګندونې د پاکستان پیپلز پارټۍ د پارلماني غړو له پلاوي سره د خبرو په مهال …
پاکستان پیپلز ګوند د هیواد پرمختګ لپاره په مهمو پرېکړو کښې تل د حکومت ملګرتيا كړې: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔3مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف پاکستان پیپلز ګوند د حکومت یو اهم اتحادي ګوند بللې او ویلې یۍ دي چې پیپلز پارټۍ د هیواد پرمختګ لپاره په مهمو پرېکړو کښې تل د حکومت ملګرتيا كړې ده۔ د پي اېم آفس د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې وزيراعظم دا څرګندونې د پاکستان پیپلز پارټۍ د پارلماني غړو له پلاوي سره د خبرو په مهال وکړې كومو چې له هغه سره د نهې په ورځ وليدل۔ نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، وفاقی وزيران احسن اقبال، اعظم نذیر تارړ او د وزيراعظم سلاكار رانا ثناء اے خان هم په ملاقات كښې موجود و۔ د پيپلز ګوند به پلاوي كښې سېنېټر شیری رحمن، راجه پرویز اشرف، سید نوید قمر او اعجاز جاکھرانی شامل و۔ په غونډه كښې په هېواد كښې په روانه سياسي وضعه مشاورت او د منطقې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











