په عصري ننګونو قابو موندلو له قامي يووالي ٬ شريك احترام او جدي مكالمې ته اړتيا ده: د سينيټ دوهم چيئرميمن سيدال خان ناصر

اسلام آباد۔3مارچ(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر وئيلي دي په عصري ننګونو قابو موندلو له قامي يووالي ٬ شريك احترام او جدي مكالمې ته اړتيا ده٬ سياسي مشرتابه او رياستي ادارې به د هېواد معاشي استحكام او تلپاتي پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كول دوامدار ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل دناروي كښې د مسلم ليګ (ن) پنجاب نائب صدر شېخ ارسلان حفظ لخوا …

اسلام آباد۔3مارچ(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر وئيلي دي په عصري ننګونو قابو موندلو له قامي يووالي ٬ شريك احترام او جدي مكالمې ته اړتيا ده٬ سياسي مشرتابه او رياستي ادارې به د هېواد معاشي استحكام او تلپاتي پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كول دوامدار ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل دناروي كښې د مسلم ليګ (ن) پنجاب نائب صدر شېخ ارسلان حفظ لخوا وركړې شوې افطار دستورې ته د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د وزيراعظم د سياسي چارو سلاكار سېنېټر رانا ثناﺀ اے خان ٬ د بلوچستان پخواني وزيراعلی عبد القدوس بزنجو ٬ سېېنټر مشاهد حسېن سيد ٬ د بېلو هېوادونو سفيرانو او د هېواد نوموړو سياسي شخصياتو ګډون وكړو۔ دوهم چيئرمېن د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ استحكام او يووالي لپاره د خپلو نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل په عصري ننګونو قابو موندلو له قامي يووالي ٬ شريك احترام او جدي مكالمې ته اړتيا ده۔ ده د دے عزم پخلے وكړو چې سياسي مشرتابه او رياستي ادارې به د هېواد معاشي استحكام او تلپاتي پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كول دوامدار ساتي۔ د روژه ماتې دستوره كښې ګډون كوونكو په هېواد او سيمه كښې په روانه امنيتي وضعه ٬ سياسي منظرنامه او د شريكې خوښې په ځينو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ شېخ ارسلان حفیظ د روژه ماتي دستوره كښې په ګډون كولو د ګرانو مېلمنو مننه كولو سره ووئيل داسې موقعې قامي يووالي ته وده وركولو او مثبت سياسي روايات مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں