اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په اسلام آباد كښې مېشته د سفارتي مشنز مشرانو ته د پاكستان-افغانستان اړيكو كښې په اوسني پېشرفت او د ايران پشمول مينځني ختيز كښې په بدل شوې صورتحال بريفنګ وركړو۔د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د تېرو څلورو لسيزو …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سفارتي مشنز مشرانو ته د پاكستان-افغانستان اړيكو اوسني پېشرفت او ايران پشمول مينځني ختيز كښې په بدل شوې صورتحال بريفنګ وركړو

مزید خبریں
اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په اسلام آباد كښې مېشته د سفارتي مشنز مشرانو ته د پاكستان-افغانستان اړيكو كښې په اوسني پېشرفت او د ايران پشمول مينځني ختيز كښې په بدل شوې صورتحال بريفنګ وركړو۔د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د تېرو څلورو لسيزو په مهال افغان طالبان رجيم سره د پاكستان پرله پسې تحمل او مثبت رابطې رامخې ته كړي او په دې خبره ئې زور راوړو چې افغان طالبان رجيم پاكستان جائزه سكيورټي اندېښني لرې كولو كښې ناكامه شوې۔ده ووئيل په پاك-افغان پوله افغان ځواكونو لخوا بلا اشتعال او منظم مسلح بريدونو نه پس پاكستان د افغان خاوري څخه د پاكستان په ضد شوې ترهه ګرۍ خطرې مقابلے لپاره كاروائي كړي۔د ايران سپريم ليډر په شهادت د غمرازۍ څرګندوني سره دوي په منطقه كښې د امن او استحكام بحالۍ لپاره تاؤ تريښوالي كمولو٬تحمل او سفارتكارۍ په حاجت زور راوړو۔











