اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې سيمه ايز او د پاکستان امنيتي صورتحال جاج اخستلو لپاره د اعلیٰ پائې غونډه د اتوار په ورځ وشوه چې پكښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ، سرلښكر او چيف آف ډيفينس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيرانو احسن اقبال، محسن نقوي، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، عطاء …
د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې سيمه ايز او د پاکستان امنيتي صورتحال جاج اخستلو لپاره د اعلیٰ پائې غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې سيمه ايز او د پاکستان امنيتي صورتحال جاج اخستلو لپاره د اعلیٰ پائې غونډه د اتوار په ورځ وشوه چې پكښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ، سرلښكر او چيف آف ډيفينس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيرانو احسن اقبال، محسن نقوي، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، علي پرويز ملك، خاص مرستيال طارق فاطمي او اعلیٰ سول و عسکري چارواكو ګډون وكړو۔ وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې د سيمي او سيمه ايز صورتحال تفصيلي جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د پاکستان په سيمه كښې امن لپاره کردار او په بېل اقدامات غور وشو۔په غونډه كښې د افغانستان په صورتحال هم غور وشو۔په غونډه كښې د هېواد په داخلي صورتحال او سکيورټي انتظامات هم بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د پاکستاني وګړو د ايران څخه انخلاء د اقدامات جاج دې واخستلے شي او د هغوي په حفاظت سره راستنيدو لپاره خارجه دفتر تفصيلي بريفنګ وركړو چې پكښې وئيلي شوي چې د آذربائيجان د لارې د پاکستاني وګړو د ايران څخه انخلاء به ممکن كولې شي۔










