اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د پاور وفاقي وزير اوېس احمد خان لغاري د آيت الله علي خامنه اي په شهادت د غم دړد څرګندوني سره وئيلي چې دا پېښه نه يواځې د ايران بلکه ټولو مسلمانانو لپاره لويه پېښه ده ٬ كومي چې ټول غمجن كړي۔د اتوار په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان اولس او حكومت په دې سخت وخت كښې …
د پاور وفاقي وزير اوېس احمد خان لغاري د آيت الله علي خامنه اي په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د پاور وفاقي وزير اوېس احمد خان لغاري د آيت الله علي خامنه اي په شهادت د غم دړد څرګندوني سره وئيلي چې دا پېښه نه يواځې د ايران بلکه ټولو مسلمانانو لپاره لويه پېښه ده ٬ كومي چې ټول غمجن كړي۔د اتوار په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان اولس او حكومت په دې سخت وخت كښې د ايران خپلو وروڼو خوياندو سره د بشپړه يووالي څرګندوني سره هغوي سره ولاړ دے۔ده د ايران لپاره د پاکستان د غير متزلزل حمايت زور راوړلو سره وئيلي چې دا غم زظمونږ د ټولو شريك غم دے۔ده په وګړو زور راوړو چې په امناكه ډول د خپلو جذباتو څرګندونه وكړي او قانون لاس كښې اخستلو څخه ډډه وكړي۔وفاقي وزير باور وركړو چې رياست به د ټولو وګړو تحفظ او سلامتيا باوري كوي۔ده ووئيل مونږ د ايران په غم كښې شريك يو او په دې سخت وخت كښې د هغوي سره ولاړ يو۔










