اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري کيپټن (ر) محمد خرم آغا په پايه تخت اسلام آباد كښې په بېلو ځايونو جوړي شوي ناکو دوره وكړه۔په دې موقع د کيپيټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) چيئرمين او اسلام آباد چيف کمشنر محمد علي رندھاوا، انسپکټر جنرل (آئي جي) اسلام آباد پوليس سيد علي ناصر رضوي پشمول نور اړوند افسران هم ده سره وو۔ د اتوار …
د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري کيپټن (ر) محمد خرم آغا په بېلو ځايونو د جوړو ناکو دوره وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي سيکرټري کيپټن (ر) محمد خرم آغا په پايه تخت اسلام آباد كښې په بېلو ځايونو جوړي شوي ناکو دوره وكړه۔په دې موقع د کيپيټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) چيئرمين او اسلام آباد چيف کمشنر محمد علي رندھاوا، انسپکټر جنرل (آئي جي) اسلام آباد پوليس سيد علي ناصر رضوي پشمول نور اړوند افسران هم ده سره وو۔ د اتوار په ورځ سي ډي اے د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سي ډي اے چيئرمېن او چيف کمشنر اسلام آباد محمد علي رندھاوا په ناکو د وګړو حفاظت په اړه شوي انتظامات او آپريشنز تفصيلي بريفنګ وركولو سره ووئيل پايه تخت اسلام آباد وګړو حفاظت لپاره بشپړه اقدامات کوو او په ټولو ناكو د وګړو حفاظت لپاره 24/7 پوليس اهلکار تعينات كړې شوي۔بريفنګ په مهال ووئيل شول وفاقي پايه تخت اسلام آباد داخلي و خارجي لارو سخت مانيټرنګ كيږي۔په دې لړ كښې د كومي هم ناوړي پېښې مخنيوي لپاره وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې داخليدونكي ګاړي او موټر سائيکلي چيك كړې كيږي۔










