لاهور 01 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اتوار په ورځ ليدلي دي چې پكښې هغه وزيراعظم له په روم او اټلي كښې د څلورو هېوادونو د كورنيو چارو وزيرانو سره په غونډه كښې د خپل ګډون په اړه بريفنګ وركړو٬په دې كښې د پاکستان نه علاوه اټلي، اسپين او يونان د كورنيو چارو وزارنو هم ګډون كړې …
وزيراعظم شهباز شريف سره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وليدل

مزید خبریں
لاهور 01 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اتوار په ورځ ليدلي دي چې پكښې هغه وزيراعظم له په روم او اټلي كښې د څلورو هېوادونو د كورنيو چارو وزيرانو سره په غونډه كښې د خپل ګډون په اړه بريفنګ وركړو٬په دې كښې د پاکستان نه علاوه اټلي، اسپين او يونان د كورنيو چارو وزارنو هم ګډون كړې ؤ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزير وزيراعظم په پولينډ كښې د 6 اړخيزه كورنيو چارو وزيرانو په غونډه كښې د خپل كډون په اړه هم بريف کړو چې پكښې د پاکستان او پولينډ نه علاوه ليټويا، فن لينډ، ايسټونيا او ليتھوانيا د كورنيو چارو وزارانو ګډون كړې ؤ۔د كورنيو چارو وزير وزيراعظم ته ووئيل دواړه کنفرنسونو كښې ګډون كونكو هېوادونو د پاکستانيانو لپاره قانوني ورك پرمټ زر تر زره جاري كولو ته سلا شوي۔ده ووئيل غړو هېوادونو د اروپائي هېوادونو پلو غير قانوني مزل كونكو شميره كښې د يو كال په مهال 47 فيصده کمې راتللو او انساني قاچاق ختمولو لپاره په اقدامات كولو د پاکستان کارکردګي ستائلي۔ده وزيراعظم خبر كړو چې پولينډ او اټلي د پاکستان سفارتي او سرکاري پاسپورټ لرونكو لپاره ډير زر ويزا شرط ختم کړي۔د پاکستان اميګريشن او بارډر سکيورټي صلاحيت او استعداد کار زياتولو له به ډير زر اروپائي ائتلاف كښې پلان وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم د كورنيو چارو وزير هڅي وستائلي۔ ملاقات كښې د هېواد په داخلي او مجموعي صورتحال هم خبري اتري وشوي۔










