لاهور 28 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د اسرائيل د په ايران د بريدونو په نتيجه كښې په رامخې ته شوې سيمه ايز تاؤ ترېښوالي او په خليجي هېوادونو د بريدونو سخته غندنه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل دا ډول اقدامات د …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره ټيلي فوني خبري اتري
لاهور 28 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د اسرائيل د په ايران د بريدونو په نتيجه كښې په رامخې ته شوې سيمه ايز تاؤ ترېښوالي او په خليجي هېوادونو د بريدونو سخته غندنه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل دا ډول اقدامات د سيمي امن او استحکام لپاره خطرناك او صورتحال نور خرابولې شي۔وزيراعظم په موجوده صورتحال كښې د سعودي قيادت سره د پاکستان د بشپړه يووالي او حمايت باور كولو سره ووئيل پاکستان به په هر حال كښې ، هر مشكل وخت كښې د سعودي خپلو وروڼو او خوياندو سره ولاړ وي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به د سعودي عرب د خپلواكۍ ، سلامتيا او سيمه ايزه سلامتيا تحفظ لپاره خپل حمايت جاري ساتي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په دې نازك وخت كښې تعميري او مثبت کردار ترسره كولو له چمتو دے۔ده دعا اوكړه چې دې مقدس مياشت برکتونو په وجه سيمه كښې زر تر زره امن، استحکام او همغږي پيدا شي۔












