اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي پاکستان د قربانو صله د دښمن د سهولت کارۍ په توګه ترلاسه كيدل به په هيڅ صورت ونه زغملے شي۔د دفاع وزير د افغانستان قيادت ته هغه وخت ياد كړو كله چې پاکستان نه يواځې د هغوي د جنګونو بوجھ پورته كړې وو بلكه تر لسيزو ئې د هغوي كوربتوب هم كړې۔د جمعې او خالي په …
پاکستان د قربانو صله د دښمن د سهولت کارۍ په توګه ترلاسه كيدل به په هيڅ صورت ونه زغملے شي ۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف

مزید خبریں
اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي پاکستان د قربانو صله د دښمن د سهولت کارۍ په توګه ترلاسه كيدل به په هيڅ صورت ونه زغملے شي۔د دفاع وزير د افغانستان قيادت ته هغه وخت ياد كړو كله چې پاکستان نه يواځې د هغوي د جنګونو بوجھ پورته كړې وو بلكه تر لسيزو ئې د هغوي كوربتوب هم كړې۔د جمعې او خالي په مينځنۍ شپه په ’’ايکس ‘‘ په خپل يو پيغام كښې د دفاع وزير حقاني صاحب ته مخاطب کيدو سره ووئيل تير وخت كښې جنګونو كښې سوويت يونين په ضد پاکستان هغوي سره ولاړ وو۔او هغوي زمونږ ميلمانه وو،مونږ د هغوي د كورنيو تر لسيزو ميلمستيا كړي۔ د هغه وخت راهسې ګڼ شمير ميلمانه اوس هم دلته مېشته ؤ او زمزنږ په خاوره ئې ځانله رزق ګټلو،هغه هم زمونږ ميلمه وو، سوويت يونين په ضد مونږ په ګډه جنګ كړې٬ زمونږ او ستلاسو يو هدف وو۔ده ووئيل اوس راځئ 9/11 نه پس حالات ته، په مونږ د امريکا دا مستقل الزام ؤ چې مونږ ’’حقاني نيټ ورك‘‘سهولت کار يو او د هغوي اعانت کوو۔مونږ څخه به ستاسو په اړه معلومات اخستلے كيدل، څه ياد دي تاسو ته ؟ په ونږ ستاسو د سهولت کارۍ هغه الزام رښتيا وو يا دروغ٬ دا به اوس تاسو نړۍ ته اوائي۔د دفاع وزير ووئيل 1979 نه تر 9/11 مونږ به ستاسو په خپلو كښې جنګونه ختمول، حالانکه تاسو ټول د يو بل وينو ته تګي ناست وئ۔مونږ ستاسو د مشرانو نه تر درې نسلونو ميلمستيا كړي،خو صله څه ترلاسه شوي ؟ تاسو زمونږ قاتلانو له پناه وركوئ او بے ګناه ماشومانو په وينو لوبي كوئ۔دده ووئيل زه كابل ته تللې يم ، ستاسو سره ملاقاتونه شوي،هغه وخت هم دغه يو خواست كړې ؤ چې زمونږ د دښمنانو حليف ما جوړيږئ او د هغوي اعانت مه کوئ،تاسو روپۍ وغوښتلي،مونږ د هغې دركولو ته هم چمتو وو خو د هغې څه ضمانت نه ؤ۔ده ووئيل كوم نسبت سره چې تاسو’’حقاني‘‘ بللې كيږئ،هغه ډير عظيم بزرګ ؤ، د هغه د نوم څه خيال خو به مو ساتلے ؤ،مونږ ستاسو څخه څه هم نه غواړو،تاسو خپل كور كښې راضي،مونږ خپل كور كښې راضي يو،زمونږ دښمن بے شکه خپل كور كښې كېښنوئ،خو هغه سره په ګډه زمونږ په ضد د دښمن کردار مه ترسره كوئ،خپله خاوره زمونږ په ضد مه كاروئي،زمونږ روايت، ثقافت او دين مونږ ته دا ښائي چې كوم كور كښې پناه اخستلے شوي وي، د هغې خير غواړئ۔الله اکبر،پاکستان زنده باد









