لاهور 27 فروري(اے پي پي)د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمين او د نېشنل پېغام امن كمېټۍ كوآرډينيټر حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د افغانستان په باجوړ كښې په جوماتونو او مونځ كوونكو بريد د اسلام او انسانيت دواړو په ضد سنګين جرم دے٬دا ترهه ګري ده جهاد نه ٬ بلكې ښكاره فساد دے٬افغانستان نه د شريعت احترام كوي او نه د اسلامي هېوادونو خبره مني٬داسې عناصر مجاهد نه بلكې قاتلان …
د افغانستان په باجوړ كښې په جوماتونو او مونځ ګزارو بريد د اسلام او انسانيت دواړو په ضد سنګين جرم دے۔حافظ طاهر محمود اشرفي

مزید خبریں
لاهور 27 فروري(اے پي پي)د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمين او د نېشنل پېغام امن كمېټۍ كوآرډينيټر حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د افغانستان په باجوړ كښې په جوماتونو او مونځ كوونكو بريد د اسلام او انسانيت دواړو په ضد سنګين جرم دے٬دا ترهه ګري ده جهاد نه ٬ بلكې ښكاره فساد دے٬افغانستان نه د شريعت احترام كوي او نه د اسلامي هېوادونو خبره مني٬داسې عناصر مجاهد نه بلكې قاتلان دي٬ ده ووئېل د پاكستان د سلامتيا په معامله ټول قام د پاك پوځ ځواكونو سره ولاړ دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په خطبه كښې د ترهه ګرۍ په موضوع خطاب كولو په مهال كړې۔ده ووئيل باجوړ كښې په جوماتونو او مونځ كوونكو بريد ښكاره ترهه ګري ده٬د دې چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده۔ده ووئيل ترهه ګري جهاد ګرځول د اسلامي تعيمات په ضد فعل دے او دا ټول فساد دے۔ده ووئيل چ د پاكستان بنياد په كلمه طيبه قائم دے او د دې سلامتيا د هر پاكستاني ذمه واري ده۔ده ووئيل سياسي مشرتابه د قامي سلامتيا په معاملات يو موټے دے









