وزيراعظم محمد شهباز شريف د افغان طالبان رجيم په سرحدي سيمو بريدونه شنډولو او په كره ځوابي کارروائي د پاك پوځ پيشه وره صلاحيتونه وستاېئل

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د افغان طالبان رجيم په سرحدي سيمو كښې د بريدونو شنډولو اوپه بشپړه ځوابي کارروائي د پاك پوځ پيشه وره صلاحيتونه ستائېلو سره وئيلي دي افغان طالبان رجيم او د فتنه الخوارج د پاکستان په ضد کارروائي د قبلولو وړ نه دي،په دې اړه دې زيرو ټالرنس پاليسي خپله كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جنرل هيډ کوارټرز …

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د افغان طالبان رجيم په سرحدي سيمو كښې د بريدونو شنډولو اوپه بشپړه ځوابي کارروائي د پاك پوځ پيشه وره صلاحيتونه ستائېلو سره وئيلي دي افغان طالبان رجيم او د فتنه الخوارج د پاکستان په ضد کارروائي د قبلولو وړ نه دي،په دې اړه دې زيرو ټالرنس پاليسي خپله كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جنرل هيډ کوارټرز (جي ايچ کيو) دورې په مهال خبرو كښې كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې د دورې په مهال عسکري قيادت وزيراعظم ته د افغانستان په صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم په دې موقع په خپلو خبرو كښې سپارښتنه وكړه چې فتنه الخوارج او افغان طالبان رجيم د ګټھ جور او شر خوښو کارروائيو په ضد دې زيرو ټالرنس خپل كړے شي۔ وزيراعظم واضحه كړه چې د افغان طالبان رجيم او د فتنه الخوارج د پاکستان په ضد کارروائي به ونه زغملې شي ۔ ده ووئېبل د سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ د هېواد حفاظت لپاره هر وخت چمتو ولاړ دے۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د كوم هم جارحيت په ضد پخپله دفاع پوهېږي ۔ده د افغان طالبانو رجيم په سرحدي سيمو د بريدونو شنډولو او په بشپړه ځوابي کارروائي د پاك پوځ پيشه وره صلاحيتونه ستائېلو سره ووئيل ټول قام د خپلي خاوري حفاظت لپاره د پاك پوځ سره ولاړ دے۔