د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پولينډ خپل هم منصب او د سپشل سروسز(انټيليجنس ) وزير سره ملاقاتونه، دوه ارخيزه اړيكو ، كورنۍ سلامتيا او د استخباراتي شيئرنګ په چارو د خيالاتو څرګندونه

‎وارسا۔27فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پولينډ خپل هم منصب مارسن کيئرونسکي او د سپشل سروسز(انټيليجنس ) وزير ټامسز سيمونيک سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د دواړو هېوادونو تر مينځه په اړيكو ، كورنۍ سلامتيا او د استخباراتي شيئرنګ په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د پاکستان او پولينډ په غير قانوني اميګريشن قابو موندلو لپاره د اداره جاتي مرستې زياتولو ،د پولو …

‎وارسا۔27فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پولينډ خپل هم منصب مارسن کيئرونسکي او د سپشل سروسز(انټيليجنس ) وزير ټامسز سيمونيک سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د دواړو هېوادونو تر مينځه په اړيكو ، كورنۍ سلامتيا او د استخباراتي شيئرنګ په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د پاکستان او پولينډ په غير قانوني اميګريشن قابو موندلو لپاره د اداره جاتي مرستې زياتولو ،د پولو امنيت او د منظم جرائمو ختمولو پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو خبرې وشوې ۔ ملاقات كښې پوليس، پيرا ملټري فورسز او د استخباراتي ادارو تر مينځه د روابط په مضبوطولو زور راوړلے شو ۔ داخله وزير محسن نقوي د قانوني اميګريشن عمل په آسانولو زور راوړو ۔ د پولينډ داخله وزير ‎د انساني قاچاق مخ نيوي په سلسله كښې د پاكستان حکومت د اړخه د اغستو ګامونو ستئانه وكړه ۔ پولينډ كښې د پاکستان سفير محمد سميع او ډي جي ايف آئي اے ډاکټر عثمان انور هم په دې موقع موجود وو