جده 27 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په او آئي سي زور راوړے چې د شخړيزو فلسطيني سيمو ډي فيكټو الحاق لپاره د اسرائيلي اقدامات مخنيوې باوري كړي، غزه كښې دې په جنګ بندۍ په سختۍ سره عملدرآمد وكړے شي، آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو لپاره دې د ټاكلې مودې ترمخه سياسي عمل پېل كړے شي او كشميريانو له دې د …
او آئي سي دې د شخړيزو فلسطيني سيمو ډي فيكټو الحاق له د اسرائيلي اقدامات مخنيوې باوري كړي ۔ د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار

مزید خبریں
جده 27 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په او آئي سي زور راوړے چې د شخړيزو فلسطيني سيمو ډي فيكټو الحاق لپاره د اسرائيلي اقدامات مخنيوې باوري كړي، غزه كښې دې په جنګ بندۍ په سختۍ سره عملدرآمد وكړے شي، آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو لپاره دې د ټاكلې مودې ترمخه سياسي عمل پېل كړے شي او كشميريانو له دې د خپلواكۍ حقِ وركولو لپاره هڅي تندي كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) د ايګزيكټو كمېټۍ غير معمولي وزارتي غونډي ته وينا كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير د مقبوضه لويديزې غاړې سيمي تش په نوم په رياستي ملكيت بدلولو له د اسرائيل د اقدامات سخته غندنه وكړه ۔ده د فلسطين كاز مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكستان هڅي رامخې ته كړي كومي چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ، بورډ آف پيس او د اته كسيز عرب۔اسلامي هېوادونو د ګروپ په حيث سره رواني دي۔ده په او آئي سي زور راوړو چې د مقبوضه فلسطيني سيمو ډي فيكټو الحاق لپاره د اسرائيل د اقدامات مخنيوې باوري كړي، غزه كښې په جنګ بندۍ دې سختۍ سره عملدرآمد وكړے شي، د غزه سمدستي بيا وداني دې وكرې شي او د 1967ء پولو په بنياد د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو له دې د ټاكلې مودي ترمخه سياسي عمل پېل كړے شي د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د او آئي سي څخه دا هم غوښتنه وكړه چې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو له هڅي تندي كړي











