اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د المان سفير اِنا ليپل ملاقات كړے دے۔ د موسمياتي بدلون وزارت اعلاميه له مخې د جمعې په ورځ د ملاقات په مهال د المان سفير د موسمياتي اقدامات ودې او صوبو سره همغږۍ په اړه د موسمياتي بدلون وزارتِ هڅي وستائېلي۔ده د المان او موسمياتي بدلون وزارتِ ترمينځه د رواني مرستي په اړه …
وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د المان سفير اِنا ليپل ملاقات
اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د المان سفير اِنا ليپل ملاقات كړے دے۔ د موسمياتي بدلون وزارت اعلاميه له مخې د جمعې په ورځ د ملاقات په مهال د المان سفير د موسمياتي اقدامات ودې او صوبو سره همغږۍ په اړه د موسمياتي بدلون وزارتِ هڅي وستائېلي۔ده د المان او موسمياتي بدلون وزارتِ ترمينځه د رواني مرستي په اړه خبر كړو او په خاص توګه د املان پرمختيائي ادارې جي آئي زيډ (GIZ) د لارې په روانو بېلو منصوبو يې تفصيلي بريفنګ هم وركړو۔په دې څانګو كښې موسمياتي موافقت او لچك، اخراج كښې د كمي تګلاره ، د كار استعداد زياتول ، ګرين اقدامات او د پائلټ منصوبو تياري شامله ده ،چې مقصد يې د پاكستان موسمياتي د غبرګون نظام قوي كول دي۔د المان سفير وفاقي وزير د موسمياتي بدلون وزارتِ سره د غور لاندې د يوې مجوزه منصوبې CISTA په اړه هم خبر كړو۔دا منصوبه د المان د ماحوليات وفاقي وزارتِ د اړخه كمېشن كړې شوي،چې مقصد يې كوټلو موسمياتي خدمات او ډيټا مينجمنټ نظام مستحكمول دي دغسې چې په شواهد اډانه پاليسي جوړولو ته وده وركړې شي












