هند وي يا افغان طالبان رجيم، په زړه پوري ځواب به وركولې شي ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د آپريشن ’سوئفټ ريټارټ‘7 كاله په تر سره كيدو خصوصي پيغام

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د آپريشن ’سوئفټ ريټارټ’ په 7 كاله تر سره كيدو د پاك فضائيه بهادرو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چ27 فروري د پاك فضائيه د تاريخ يو ښه باب او زمونږ د قومي جرات و عسكري مهارت تاريخي ورځ ده۔په خپل خصوصي پيغام كښې محسن نقوي ووئيل 27 فروري 2019ء د پاكستان ځوانانو …

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د آپريشن ’سوئفټ ريټارټ’ په 7 كاله تر سره كيدو د پاك فضائيه بهادرو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چ27 فروري د پاك فضائيه د تاريخ يو ښه باب او زمونږ د قومي جرات و عسكري مهارت تاريخي ورځ ده۔په خپل خصوصي پيغام كښې محسن نقوي ووئيل 27 فروري 2019ء د پاكستان ځوانانو د ازلي دښمن د هند جارحيت په زړه پوري ځواب وركړے ،او دا يې نړۍ ته ښودلي چې د پاكستان دفاع ناقابل تسخير ده۔ ده ووئيل د پاك فضائيه كوټلي كمانډ، په وخت استخبارات او سمې صف بندۍ ثابته كړې چې زمونږ آپريشنل چمتوالے د دښمن څخه زيات دے او دغه پوهي له امله د دښمن د فضائي طاقت غرور خاورې شوے۔وفاقي وزير ووئيل نن 7 كاله پس دښمن په نوي شكل كښې بريد وكړو ۔ده سخته ټكي كارولو سره ووئيل د هند او افغان طالبان رجيم لاري چاري يو دي خو اوس به افغان طالبان له په فتنه انګيزۍ سخت ځواب وركولې شي۔محسن نقوي واضحه كړه چې پاكستان د خپلو سرحدي حدود او قومي خپلواكۍ دفاع له صلاحيت لري۔ ده ووئيل پاكستان د امن داعي دے، خو د هر ډول جارحيت يا مهم جوئي ځواب به د وړاندې څخه زيات قوي وركولې شي۔وفاقي وزير د دې عزم پخلے وكړو چې قام به د پاك فضائيه ځوانانو جرات او د دوي تاريخي كردار عمر له ياد ساتي