د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قام د وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے، سېنېټ د جارحيت او عسكريت خوښۍ په ضد د قامي اتحاد په پخلي اډانه قرارداد په يوه خله منظور كړے۔رانا ثناء الله خان

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناء الله خان وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قام د وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے، سېنېټ د جارحيت او عسكريت خوښۍ په ضد د قومي اتحاد په پخلي اډانه قرارداد په متفقه توګه منظور كړے۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د اپوزيشن ليډر سينيټر راجه ناصر عباس د …

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناء الله خان وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قام د وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے، سېنېټ د جارحيت او عسكريت خوښۍ په ضد د قومي اتحاد په پخلي اډانه قرارداد په متفقه توګه منظور كړے۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د اپوزيشن ليډر سينيټر راجه ناصر عباس د اړخه په قرارداد د بحث په مهال د خيالاتو څرګندوني سره رانا ثناء الله ووئيل د ايوانِ وفاق د اړخه د قرارداد متفقه منظوري د اولسي اجتماعي خواهشات عكاسي او د قامي عزم توثيق دے۔ده ووئيل په نازكو موقعو پاكستاني قام عمر له د خپلو وسله والو سره د يووالي څرګندونه كړي او دوي سره قوي ولاړ وي۔ د اوسني پولې پورې غاړه څخه د جارحيت حواله وركولو سره ده ووئيل زمونږه وسله والو بشپړ ځواب وركړے او د تحمل او ذمه وارۍ څرګندوني سره يې كارروائي تر ضروري حد محدود ساتلي۔ده ووئيل پاك پوح پيشه وره صلاحيتونه لري او د كوم هم دښمنانه اقدام د پريكړې وړ ځواب وركولو اهليت لري۔ده خبردارے وركړو چې د پولي پوري غاړه څخه ھلو ځلو كښې ككړ عناصر له په ماضي كښې د ذمه واره رويې اختيارولو موقعې وركړې شوي خو كه هغوي د جارحيت سلسله روانه وساتله نو په سختۍ سره به ځواب وركولې شي۔ده ووئيل د قامي سلامتيا او ترهه ګرۍ مخنيوي په چارو حكومت او سياسي قيادت د عسكري قيادت د پريكړو سره همغږي لري۔د بحث په مهال سينيټر علي ظفر په صورتحال قابو موندلو لپاره په سيمه ايزه كچه د يو ميكنزم جوړولو تجويز وركړو۔په دې اړه رانا ثناء الله معامله د سېنېټ د خارجه چارو قائمه كمېټۍ ته د لېږلو تجويز وركړو دغسې چې خارجه دفتر او اړوندو سكيورټي ادارو څخه اِن كيمره بريفنګ اخستلو سره حتمي پريكړي ته ورسي۔ده ووئيل دوست هېوادونو خبرو كښې سهولت كاري كړې خو دغه هڅي اوږد مهاله نتيجو ته نه دي رسيدلي