د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د افغانستان د جارحيت سخته غندنه وكړه

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د افغانستان د اړخه د شوي بلااشتعال جارحيت سختې غندنې كولو سره وئيلي دي د شپې په تياره كښې شوے دا بريد ښكاره جارحيت او بزدلانه اقدام دے، د افغانستان د اړخه شهري آبادي په نښه كول د غندني وړ او د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي ده۔يو بيان كښې ده ووئيل پاكستان به په خپله …

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د افغانستان د اړخه د شوي بلااشتعال جارحيت سختې غندنې كولو سره وئيلي دي د شپې په تياره كښې شوے دا بريد ښكاره جارحيت او بزدلانه اقدام دے، د افغانستان د اړخه شهري آبادي په نښه كول د غندني وړ او د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي ده۔يو بيان كښې ده ووئيل پاكستان به په خپله سلامتيا او خپلواكۍ هيڅ ډول سمجھوته نه كوي،وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت قامي دفاع لپاره لوظي دے۔ده ووئيل فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې وسله والو دښمن له مؤثره او غاښونه ماتونكے ځواب وركړے، د وسله والو ځواكونو پيشه وره پوهه او په وخت كاروائي د وياړ وړ ده۔ده ووئيل د هېواد دفاع او اولس تحفظ لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔