اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د افغان رجيم د اړخه په بے ګناه وګړو د بريد غندنې كولو سره وئيلي دي پاكستان د خپلي خاوري او اولس په دفاع هيڅ ډول سمجھوته نه كوي،هر شر خوښې او ترهه ګر له به سخت ځواب وركولې شي۔په خپل بيان كښې د رېلوے وزير ووئيل پاكستان د خپلي خپلواكۍ او د سيمه ايزي سلامتيا د …
د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د افغان رجيم د اړخه په بے ګناه وګړو د بريد غندنه وكړه
اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د افغان رجيم د اړخه په بے ګناه وګړو د بريد غندنې كولو سره وئيلي دي پاكستان د خپلي خاوري او اولس په دفاع هيڅ ډول سمجھوته نه كوي،هر شر خوښې او ترهه ګر له به سخت ځواب وركولې شي۔په خپل بيان كښې د رېلوے وزير ووئيل پاكستان د خپلي خپلواكۍ او د سيمه ايزي سلامتيا د تحفظ بشپړ صلاحيت لري، مونږ په خپلو بهادرو ځواكونو بې پناه وياړ لرو كوم چې د هېواد دفاع خپل ايمان ګڼي او كوم هم جارحانه عزائم د ناكامولو كامل صلاحيت، جرأت او عزم لري۔محمد حنيف عباسي ووئيل د پاكستان غيور قام او بهادر وسله وال د هېواد دفاع لپاره د اوسپنې ديوال په څير متحد او ثابت قدم دي












