اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د افغانستان د جواز نه لرونكې جارحیت سختې غندنه كولو سره وئيلي دي د شپې په تياره كښې بريد جارحيت او يو بزدلانه اقدام دے٬ پاكستان به په خپله خپلواكۍ او سيمه ايزه سلامتيا هېڅكله سودا ونكړي۔ د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې سردار اوېس لغاري ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې …
وفاقي سردار اويس احمد خان لغاري د افغانستان جواز نه لرونكے جارحيت وغندلو

مزید خبریں
اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د افغانستان د جواز نه لرونكې جارحیت سختې غندنه كولو سره وئيلي دي د شپې په تياره كښې بريد جارحيت او يو بزدلانه اقدام دے٬ پاكستان به په خپله خپلواكۍ او سيمه ايزه سلامتيا هېڅكله سودا ونكړي۔ د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې سردار اوېس لغاري ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې حكومت د قومي دفاع عزم لري٬ د فيلډ مارشل عاصم منېر په مشرۍ كښې وسله والو ځواكونو مؤثر او كره ځواب وركړو۔ د وسله والو ځواكونو په سمدستي او پرېكنده كارروايۍ ټول قام وياړ لري ۔ وفاقي وزير ووئيل دښمن به په خپلو ناپاكه عزائمو كښې ناكامه كولې شي٬ د پاكستان غېرتي اولس د خپلو مېړنو ځواكونو په شا ولاړ دے٬ د هېواد امن او استحكام به كله هم زيانمن كېدو له ورنكړے شي











