اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونووفاقي وزير عطاء تارړ په زمكه د فساد كوٶنكو سزا سره اړوند د سورة المائده 33 او 34 رقم آيتونه سره د انګلېسۍ او اردو ترجمې په اېكس شيئر كړل۔ د وفاقي وزير لخوا په شيئر كړې شوې آيتونو كښې پاك پروردګار فرمائي: (پښتو ترجمه) : كوم خلق چې پاك پروردګار او د ھغه رسول سره جنګ كوي او په …
وفاقي وزير عطاء تارړ په زمكه د فساد كوٶنكو سزا سره اړوند د سورة المائده آيتونه په ايكس شيئر كړل

مزید خبریں
اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونووفاقي وزير عطاء تارړ په زمكه د فساد كوٶنكو سزا سره اړوند د سورة المائده 33 او 34 رقم آيتونه سره د انګلېسۍ او اردو ترجمې په اېكس شيئر كړل۔ د وفاقي وزير لخوا په شيئر كړې شوې آيتونو كښې پاك پروردګار فرمائي: (پښتو ترجمه) : كوم خلق چې پاك پروردګار او د ھغه رسول سره جنګ كوي او په زمكه د فساد كولو هڅې كوي٬ د دوي سزا دا ده چې دوي قتل كړې شي يا په سولۍ كښې كړي شي يا د دوي لاس پښې په مخالف سمت كښې پرې كړې شي او يا دوي له هېواد څخه وشړلې شي٬ دا په دنيا كښې د دوي رسوائي ده او په اخرت كښې دوي لپاره عظيم عذاب دے٬ خو كه څوك ستاسو په قابو كښې له راتللو وړاندې توبه وكړي٬ نو پوهه شۍ چې پاك پروردګار بخښونكے او مهربان دے











