اسلام آباد۔27 فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د افغان طالبان رجیم لخوا د شهري آبادۍ په نښه كېدو پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيل دي چې بزدل دښمن د شپې په تياره كښې بريد وكړو٬ د افغان طالبان د ښكاره جارحيت د پاكستان وسله والو ځواكونو خله ماتې ځواب وركړے دے۔ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل افغان طالبان …
د افغان طالبان د جارحيت پاك پوځ خله ماتې ځواب وركړے: وفاقي وزير محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔27 فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د افغان طالبان رجیم لخوا د شهري آبادۍ په نښه كېدو پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيل دي چې بزدل دښمن د شپې په تياره كښې بريد وكړو٬ د افغان طالبان د ښكاره جارحيت د پاكستان وسله والو ځواكونو خله ماتې ځواب وركړے دے۔ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل افغان طالبان د بې ګناه وګړو په نښه كولو ناوړه هڅه وكړه۔ د افغان طالبان جارحیت د زغملو نه دے۔ د پاكستان وسله وال ځواكونه د هېواد دفاع لپاره همه وقت الرټ دي۔ قوم د وسله والو ځواكونو په شا ولاړ دے۔ د افغان طالبان بريد سخته تېروتنه ده سنګينې نتيجې به يۍ پورته كړي۔ ده ووئيل مونږ به خپله سلامتيا زيانمنه كېدو له هېڅكله ورنكړو











