اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي قوي او مؤثره پارليمان د واكمنۍ د طرز او د جمهوري استحكام بنياد وي٬پارليمان د اولسي هيلو او حكومتي اقدامات ترمينځه د قوي پل كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان ګورننس فورم 2026 اختتامي غونډې ته د خاص مېلمه په حېث وينا كښې وكړه۔د سينيټ چيئرمېن په خپله وينا كښې د منصوبه …
قوي او مؤثره پارليمان د واكمنۍ د طرز او جمهوري استحكام بنياد وي٬پارليمان د اولسي هيلو او حكومتي اقدامات ترمينځه د قوي پل كردار ترسره كوي۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي قوي او مؤثره پارليمان د واكمنۍ د طرز او د جمهوري استحكام بنياد وي٬پارليمان د اولسي هيلو او حكومتي اقدامات ترمينځه د قوي پل كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان ګورننس فورم 2026 اختتامي غونډې ته د خاص مېلمه په حېث وينا كښې وكړه۔د سينيټ چيئرمېن په خپله وينا كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال او د هغه ډلې له په دې كامياب فورم كولو مباركي وركړه۔ده ووئيل د فورم پالېسي جوړونكو٬پوهانو٬اړوندو شراكتدارو ته اصلاحي ترجيحات او د بدلون په اقدامات د غور كولو موقع وركړې۔د پخواني وزيراعظم او د قامي اسمبلۍ سپيكر په حېث د خپلو اولسي تجربو حواله وركولو سره سيد يوسف رضا ګېلاني د موثره واكمنۍ لپاره د قانون سازۍ د نګراني (ليجسليټو اوورسائټ)اهميت رامخې ته كړو۔ده ووئيل حكمراني يواځې ايګزيكټو څانګه كښې د پالېسۍ جوړولو نامه نه وي بلكې د پارليمان جاج پړتال٬سپېځلتيا ٬احتساب او د اولسي باور زياتولو كوټلې عمل دے۔ده ووئيل د كوټلي پرمختګ اهداف هغه وخت سر كېدې شي كله چې پالېسو ته پارليماني ملكيت او تائيد ترلاسه وي۔د سينيټ چيئرمېن په دې خبره زور راوړو چې ښه واكمني يوه شريكه قومي ذمه واري ده او قومي پارليمان د منصفانه پرمختګ او جمهوري استحكام اصل ضامن دے۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د اجتماعي هڅو د لارې يو داسې پاكستان به جوړولې شي كوم چې د موثره حكمرانۍ٬كوټلې پرمختګ او اولسي خذمت غېر متزلزل عزم څخه عبارت وي









