اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) وفاقي حكومت د 38 اربه روپو د هېواد تر ټولو لويې رمضان پېكج ترمخه 12.1 ملين مستحق كورنيو له 13 زره روپۍ د كورنۍ په سر د ډيجيټل والټس د لارې وركوي٬ 64 فيصده مستحقينو له د مرستې روپۍ وركړی شوي۔دا خبره وزيراعظم شهباز شريف د زيارت په ورځ په خپله مشرۍ كښې د وزيراعظم رمضان ريليف پېكج 2026 په اړه په وزيراعظم …
وفاقي حكومت د 38 اربه روپو د هېواد تر ټولو لويې رمضان پېكج ترمخه 12.1 ملين مستحق كورنيو له 13 زره روپۍ د كورنۍ په سر د ډيجيټل والټس د لارې وركوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) وفاقي حكومت د 38 اربه روپو د هېواد تر ټولو لويې رمضان پېكج ترمخه 12.1 ملين مستحق كورنيو له 13 زره روپۍ د كورنۍ په سر د ډيجيټل والټس د لارې وركوي٬ 64 فيصده مستحقينو له د مرستې روپۍ وركړی شوي۔دا خبره وزيراعظم شهباز شريف د زيارت په ورځ په خپله مشرۍ كښې د وزيراعظم رمضان ريليف پېكج 2026 په اړه په وزيراعظم هاؤس كښې د جاج اخستلو غونډې ته وينا كښې وكړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل تېر كال د 5 زره روپو په زياتولو سږ كال 13000 زره د كورنۍ په سر وركړې كيږي دغسې چې مستحقين ته د روژې مباركې په مياشت كښې مناسب مالي مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل دا د هېواد تر ټولو لويې او جامع ريليف پیكج دے٬د تېر كال كاميابې تجربې نه پس وزيراعظم رمضان ريليف پېكج 2026 هم د دغه شفاف ډيجيټل نظام د لارې وركړې كېږي٬ډيجيټل والټس د لارې نغده مرسته مستحقينو ته رسولې كيږي۔ده د دې پېكج لپاره د كار كوونكو اړوندو ادارو كاركردګي ستائېلو سره ووئيل د ډيجيټل والټس د لارې مستحقينو له روپۍ په شفاف او ښه نظام د لارې وركړې كيږي۔د بريفنګ له مخې رمضان پېكج كښې شاملو مستحقينو ته تراوسه 1.1 ملين ډيجيټل ټرانزيكشن شوي دغسې د پي ايم رمضان پېكج خبرتيا په اړه مستحقينو ته تراوسه 12 لكه 27 زره څخه زيات خودكار كالز شوي ٬ د رمضان پېكج د كار دائره د ټول هېواد پشمول ګلګت بلتستان او آزاد كشمير ته هم پراخه كړې شوې ۔ ډيجيټل والټس په ډيټا د اډانه مالي نظام يوه لويه كاميابي ده۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد اورنګزيب٬عطاﺀ الله تارړ٬سيد عمران احمد شاه٬شزه فاطمه٬وزير مملكت بلال اظهر كياني٬خاص مرستيال هارون اختر٬د بي آئي ايس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد٬د سټيټ بانك ګورنر جميل احمد او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو۔









