اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د پارليماني چارو وزارت په شكايات ونګ د ترلاسه شوو ګيلو د ازالې شرح 90 فيصد ده٬حكومت د غربت خاتمې٬ د قانون واكمنۍ او د موسمياتي چېلنجونو مخ نيوي پشمول ټول اهداف سر كوي۔د شورو په ورځ پاكستان ګورننس فورم ته وينا كښې ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت٬د موسمياتي بدلون وزارت او …
د پارليماني چارو وزارت په شكايات ونګ د ترلاسه شوو ګيلو د ازالې شرح 90 فيصد ده۔ډاكټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د پارليماني چارو وزارت په شكايات ونګ د ترلاسه شوو ګيلو د ازالې شرح 90 فيصد ده٬حكومت د غربت خاتمې٬ د قانون واكمنۍ او د موسمياتي چېلنجونو مخ نيوي پشمول ټول اهداف سر كوي۔د شورو په ورځ پاكستان ګورننس فورم ته وينا كښې ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت٬د موسمياتي بدلون وزارت او خارجه وزارت پشمول د ټولو وزارتونو وزيرانو فورم ته بريفنګ وركړے ٬د پاكستان ګورننس فورم جوړول يوه لويه كاميابي ده٬ده ووئيل څه موده وړاندې د پاكستان په اړه د نړيوال يواځې والي خبره كېده٬وزيراعظم د امريكې اوسنۍ دورې په مهال چې صدر ټرمپ د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير څه ډول هركلے وكړو او كوم كلمات يې ادا كړل هغه د عزت خبره ده۔ده ووئيل په امريكا كښې د يو ګلوبل فورم د لارې ټولې نړۍ ته پېغام وركړے شوے چې پاكستان نن كوم ځاے ته رسېدلے۔ده ووئيل د پارليماني چارو وزارت شكايات سيل څخه چې مونږ ته كومې ګيلې ترلاسه كيږي هغه د يو عام وګړي په فون كال كولو هم ټول فري نمبر درج كولې شي۔ده ووئيل د ټولو صوبو لپاره جلا جلا افسران مقرر شوي تر څو چې د دغې ګيلو ازاله نه وي شوې٬افسران هغه تر منطقي انجام ته رسولو له چمتو وي۔









