
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د وزیراعظم وياند مصدق ملك وئيلي دي چې پاكستان د افغانستان په شمول ټولو ګاونډي هېوادونو سرره د ملګرتيا په اړيكو باور لري۔ د خبرو اترو د لارې د افغان كډوالو او د بارډر مېنجمنټ پشمول د ټولو ستونزو حل د دواړو هېوادو نو په ګټه دې٬ مونږ له به د پولې پورې غاړه د ترهه ګرۍ مخنيوي كول وي۔تېره ورځ خپله يوه مركه كښې ده ووئيل پاكستان او افغانستان يو بل سره ستراتېژكي او تاريخي اړيكې لري او د خبرو د لارې د بارډر مېنجمنټ پشمول د خبرو اترو د لارې د ټولو ستونزو حل د دواړو هېوادو نو په ګټه دې۔ده ووئيل د كډوالو بېرته تګ مسئله بايد په غوره ډول هواره كړې شي ۔ده ووئيل چې يو ځل دواړه هېوادونه خپلې مسئلې هواري كړې نو ترهه ګري به پخپله ختمه شي او كډواله به خپل هېواد ته عزت سره ستانه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د يو كال په مهال د نېشنل اېكشن پلان ترمخه د 14 لكه افغان كډوالو رجسټرېشن وشو كوم چې په پاکستان كښې په قانوني توګه مېشته دي۔