پاکستان کابل كښې د ترهه ګرۍ پېښه وغندله

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) پاکستان کابل كښې د ترهه ګرۍ پېښه په سختو ټكو غندلې كومه كښې چې بريد كوٶنكو د افغان نېشنل پوليس يوه قافله په نښه كړې او په ترڅ كښې ئې په لويه شمېره مرګ ژوبله شوې۔د پاكستان حکومت لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاکستان دولت او اولس د ترهه ګرۍ په پېښه افغان حكومت او اولس سره د غمرازۍ څرګندنوه كوي۔ بيان كښې وئيلي شوي دي چې زمونږ خواخوږي غم جنو كورنيو سره ده ۔ بيان كښې زياته كړې شوې چې پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي او د غم په دې ګهړۍ كښې افغان اولس سره برابر شريك دے۔