اسلام آباد 12فروری(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په كال 2026 كښې د پاكستان په كوربتوب كښې د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي) د ميرمنو په اړه د 9مه وزارتي كنفرنس د چمتوالي نيولو جاج اغستو له دج غونډې مشري وكړه۔د زيارت په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د پېشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو او په دې خبره …
د اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اسلامي مرستې تنظيم د ميرمنو په اړه د 9م وزارتي كنفرنس د چمتوالي نيولو جاج اغستو له غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 12فروری(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په كال 2026 كښې د پاكستان په كوربتوب كښې د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي) د ميرمنو په اړه د 9مه وزارتي كنفرنس د چمتوالي نيولو جاج اغستو له دج غونډې مشري وكړه۔د زيارت په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د پېشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو او په دې خبره زور راوړلے شو چې كنفرنس كاميابولو لپاره په وخت رابطه كاري باوري كړئ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار اړوند وزارتونو او ټولو شراكتدارو ته هدايت وكړو چې هغوي د او آئي سي سېكرټرېټ سره نزدې مرستې څخه انتظامي ولاجسټك انتظامات او موضوعاتي ترجيحات ته حتمي شكل وركړي۔په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬خارجه سېكرټري سفير آمنه بلوچ٬د كابينه ډويژن سېكرټري او بشري حقونو ډويژن سېكرټري پشمول د خزانې وزارت٬داخله او نورو اړوند وزارتونو سينئر چارواكو ګډون وكړو










