اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي نړيوال پرمختګ او مجموعي قامي پېداوار كښې د خپلې زياتېدونكې برخې مناسب عكاسۍ لپاره بايد رامخې ته كېدونكې ماركيټونه او پرمختګ كوٶنكې معيشتونه د نړيوال اقتصادي نظم او نسق په تشكيل كښې زيات كردار ولوبوي۔ ده دا خبره د سعودي پريس ايجنسۍ (اېس پي اے) سره خپلې مركه كښې كړې كومه چې دوي د …
بايد رامخې ته كېدونكې بازارونه او پرمختګ كوٶنكې معيشتونه د نړيوال اقتصادي نظم او نسق په تشكيل كښې زيات كردار ولوبوي۔ د محمد اورنګزيب د سعودي پريس ايجنسۍ سره مركه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي نړيوال پرمختګ او مجموعي قامي پېداوار كښې د خپلې زياتېدونكې برخې مناسب عكاسۍ لپاره بايد رامخې ته كېدونكې ماركيټونه او پرمختګ كوٶنكې معيشتونه د نړيوال اقتصادي نظم او نسق په تشكيل كښې زيات كردار ولوبوي۔ ده دا خبره د سعودي پريس ايجنسۍ (اېس پي اے) سره خپلې مركه كښې كړې كومه چې دوي د رامخې ته كېدونكو ماركيټونو او معيشتونو په اړه د “العُلا كنفرنس” دوېم ناستې كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده ووئيل په تندۍ سره پېچلې كېدونكې نړيوال ماحول كښې اجتماعي مكالمې او كوټلې پاليسي اقدامات اهميت د وړاندې نه څو چنده زيات شوے دے۔ د كنفرنس په كوربتوب د سعودي عرب مننې كولو سره ده ووئيل دا فورم په داسې وخت كښې شوے كله چې په جغرافيائي سياسي تاٶ تريخوالي كښې اضافه٬ تجارتي وېش او په خاص توګه د اے آئي په څانګه كښې په تندۍ سره تكنيكي بدلون نړيواله منظرنامه متاثره كوي٬ دا پليټ فارم د خزانې وزيرانو او د مركزي بېنكونو ګورنرز لپاره په وخت موقع وركوي چې ھغوي په دې حالاتو كښې خپل خيالات او د تجربو تبادله وكړې شي۔ د كنفرنس د پرانستې سېشن حواله وركولو سره ده ووئيل د رامخې ته كندونكو منډيانو او پرمختګ كوٶنكو معيشتونو په نړيوال معيشت كښې وزن پرله پسې زياتېږي او په نړيوال پېداوار او پرمختګ كښې د دې زياته شوې برخه اوس د نړيوالو پرېكړو په عمل كښې د زيات موثر كردار په صورت په نظر راتلل پكار دے۔ ده زور راوړو چې د دې نوعيت د لوړې كچې روابط اصل اهميت يوازې تر خبرو محددو نه دے بلكې په عملدرامد كښې مضمر دے، دا يوازې تر مباحث محدود پكار نه دے بلكې ټول كال د غور او فكر كوټلې پاليسي اقدامات او موثره نفاذ كښې بدلول اصل مقصد پكار دے۔ د خزانې وزير دا هيله څرګنده كړه چې د “العُلا كنفرنس” نتيجې به د رامخې ته كېدونكو معيشتونو ترمېنځه همكاري لا قوي كړي او يو زيات جامع او مستحكم نړيوال اقتصادي نظام جوړولو كښې به د دې اجتماعي غږه ته وده وركړي۔










