اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وړومبۍ مرمېن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بھټو زرداري وئيلي دي شيلټر يوازې د سر د سېوري نوم نه دے بلكې دا يو بنياد دے چې پرې صحت، تعليم، تحفظ او معاشي استحكام ولاړ وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د دې خيالاتو څرګندونه دې په كراچۍ كښې د اسياء پيسفك شيلټر اينډ سيټلمنټس فورم (اے پي …
خوراك، پوشاك او استوګنه ھغه وقار دے چې هر وګړے يې حقدار دے۔ د آصفه بھټو زرداري د اسياء پيسفك شيلټر اينډ سيټلمنټس فورم 2026 پرانستې غونډې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وړومبۍ مرمېن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بھټو زرداري وئيلي دي شيلټر يوازې د سر د سېوري نوم نه دے بلكې دا يو بنياد دے چې پرې صحت، تعليم، تحفظ او معاشي استحكام ولاړ وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د دې خيالاتو څرګندونه دې په كراچۍ كښې د اسياء پيسفك شيلټر اينډ سيټلمنټس فورم (اے پي اېس اېس اېف) 2026 پرانستې دستورې كښې د خاص مېلمنې په توګه د ګډون په مهال كړې۔ آصفه بھټو زرداري د شيلټر، انساني وقار او سماجي بدلون ترمېنځ د ژور تعلق ذكر كولو سره ووئيل شيلټر ھغه ځاے دے چرته كوچنيان د خپل ځان په خوندي محسوسولو خوبونه ويني او چرته چې ټولنې په ګډه د مخ په وړاندې تګ طاقت مومي۔ دې د پاكستان پيپلز پارټۍ باني لوظ “روټي، كپړا او د مكان” حواله وركولو سره ووئيل خوراك، پوشاك او استوګنه ھغه كم از كم وقار دے چې هر وګړې يې حقدار دے۔ دې د شيلټر په اقدامات كښې د مېرمنو په كليدي كردار زور راوړلو سره ووئيل كله چې مېرمنو ته خوندي كور٬ تر اثاثو رسنه او مالي شموليت ترلاسه وي نو د دې ګټې يوازې تر كور نه وي محدود٬ مېرمنې پخپله كورنۍ كښې د سرمايه كارۍ، د سماجي همكارۍ قوي كولو او د اوږدې مودې په ترقۍ كښې نېغ په نيغه كردار لوبوي۔ د اېس پي اېچ اېف پروګرام موسمياتي بدلون سره د همكارۍ بحالۍ يو موثره مثال ګرځولو سره آصفه بھټو زرداري ووئيل نننے دا پروګرام د افتونو نه وروستو د نړۍ تر ټولو لويې د هاٶسنګ د بحالي په منصوبو كښې شمېرلے كېږي چې له مخې يې 21 لكه نه زيات په موسماتي توګه د محفوظو كورونو جوړولو عزم شوے كوم څخه چې به نېغ په نېغه يو كروړ 50 لكه نه زيات كسان مستفيد شي۔ دې ووئيل شيلټر يوازې د سر د چهت نوم نه دے بلكې دا يو بنياد دے چې پرې صحت، تعليم، تحفظ او معاشي استحكام ولاړ وي۔










