د پاكستان په خلائي ټيكنالوجۍ كښې لويه كاميابي، په ځائي توګه د دوېم اليكټرو آپټيكل سيټلائټ (اي او-2) په كاميابۍ سره لانچنګ

پېنډۍ 12 فروري (اے پي پي) پاكستان سپيس اينډ اپر ايټموسفيئر ريسرچ كميشن (سپاركو) د چين د يانګ جيانګ سيشور لانچ سينټر څخه د پاكستان په ځائي توګه جوړ كړے دوېم اليكټرو آپټيكل سيټلائټ (اي او-2) په كاميابۍ سره خلاء ته لېږلے دے٬ دا سنګ ميل د هېواد په زياتو شوو خلائي صلاحيتونو كښې د نوي دور پېل دے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې سيټلائټ اي او-2 …

پېنډۍ 12 فروري (اے پي پي) پاكستان سپيس اينډ اپر ايټموسفيئر ريسرچ كميشن (سپاركو) د چين د يانګ جيانګ سيشور لانچ سينټر څخه د پاكستان په ځائي توګه جوړ كړے دوېم اليكټرو آپټيكل سيټلائټ (اي او-2) په كاميابۍ سره خلاء ته لېږلے دے٬ دا سنګ ميل د هېواد په زياتو شوو خلائي صلاحيتونو كښې د نوي دور پېل دے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې سيټلائټ اي او-2 په بشپړه توګه په سپاركو “سيټلائټ ريسرچ اينډ ډويلپمنټ سينټر” كښې ډايزائن او جوړ كړے شوے٬ د دې سيټلائټ انجينئرنګ، سسټم انټيګريشن او ټيسټنګ د پاكستان پوهانو خپله سر ته رسولے كوم چې د سيټلائټ په ډيزائن، پے لوډ انټيګريشن او د مشن په تيارۍ كښې د پاكستان د زياتې شوې پوهې ښكاره ثبوت دے٬ دا سيټلائټ به د وړاندې نه موجود اي او-1 سره په ګډه كار كوي چې ورسره به د زمكې د بېلو برخو په بېلو رڼاګانو كښې مشاهده كول ممكن شي٬ دې سره به د زمكې د كچې د بدلېدو په تشخص او د مېجنګ په تسلسل كښې ځانګړې بهتري راشي٬ د پاكستان “ارتھ آبزرويشن” بېړه به لا مضبوط شي چې ورسره به قامي منصوبه بندۍ٬ حكومتي چارو ٬ د وسائلو انتظام او د ځائي خلائي نظام ترقۍ لپاره د باور وړ ډېټا ترلاسه شي۔ دا كاميابي د پاكستان په ځائي كچه د جوړ كړي خلائي نظام استحكام او د خود انحصارۍ پلو يو لويې ګام دے۔

مزید خبریں