اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی)د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي د بي آئي ايس پي له مخې يو پائلټ اقدام د پاكستان 7 ضلعو كښې د 9 كلونو په عمر كښې ماشومانو كښې د غذائي عادت ښه كولو او د وينې كمے مخ نيوي په اړه د ډاډ وړ نتيجې وركړې دي٬دې پروګرام ته په قامي كچه پراختيا وركولو لاره هواره شوې ده٬د دې په نتيجه كښې …
د بي آئي ايس پي په تعليم٬روغتيا او د مستفيد كېدونكو كورنيو په مجموعي خښېګړه كښې مهم كردار ادا كوي۔سينيټر روبينه خالد

مزید خبریں
اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی)د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي د بي آئي ايس پي له مخې يو پائلټ اقدام د پاكستان 7 ضلعو كښې د 9 كلونو په عمر كښې ماشومانو كښې د غذائي عادت ښه كولو او د وينې كمے مخ نيوي په اړه د ډاډ وړ نتيجې وركړې دي٬دې پروګرام ته په قامي كچه پراختيا وركولو لاره هواره شوې ده٬د دې په نتيجه كښې 103289 9 كلونو عمر ماشومانو ته 7 ضلعو كښې په 425 سكولونو كښې اوونيز آئرن او فولك ايسډ (WIFA)ګولۍ وركړي شوي٬ دې ووئېل 247956ماشومانو په سكولونو كښې تابيا شوي د غذائيت خبرتيا سيشنز كښې ګډون كړے٬د دې پروګرام مقصد د صحت مند خوراك ودې او د وينې كمي څخه بچ كېدو په اړه شعور بيدارول وو د ۔”سوپران لرننګ۔”سوپران لرننګ ډسیمینیشن” په عنوان راجوړ كړې دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل د سوپران مقصد د سماجي تحفظ پروګرامونو٬په خاص توګه د بي آئي اېس پي مشروط نغدې مرستې د لارې د 9 كلونو ماشومان او د هغوي په كورونو كښې غذائي عادت ښه كول او مربوط اقدامات د لارې د آئرن كمي له امله د وينې كمي مخ نيوے كول دي۔دا دستوره بي آئي ايس پي د د المان د پرمختګ او مرستې او ګيټس فاؤنډېشن په اشتراك كړی۔دې ووئيل چ دا پائلټ منصوبه د پاكستان په 7 ضلعو كښې پېل شوې د كومې څخه چې په سباؤن كښې پراختيا لپاره مهم شواهد ترلاسه شوي۔ ۔په دستوره كښې د المان سفارتخانې مس٬هيلين پاؤست٬د جي آئي زيډ پاكستان كنټري ډائرېكټر مس ماريه جوزے پوډے او ګيټس فاؤنډېشن مس زينا سفري هم وينا وكړه۔د دستورې په اختتام د بي آئي ايس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد شراكتدارو د ادارو استازو كښې د هغوي د خذمات په اعتراف كښې شيلډز تقسيم كړل۔










